د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي امنیت مشر په برید کې ټپي شوی دی


دافغانستان د استخباراتو رئیس اسدالله خالد په هغه برید کې زخمی شویدی چې دده د مرگ لپاره پلان شوی و.


اسدالله خالد په هغه چاودنه کې د پنچشنبی په ورځ زخمي سو چې د ده د کور په میلمستون کې شوې وه. په کابل کې له چاودنې نه وروسته هغه سمدلاسه روغتون ته یوړل شو. دافغانستان دملي امنیت ریاست دغه برید تصدیق کړی دی او وايي چې هغه زخمی شویدی خو ژوندی دی.

رپوټ وايي تراوسه پورې چا څه ندي ویلي چې دغه چاودنه دوي کړیده. اسدالله خالد دتیرکال د سپتمبر په میاشت کې هغه وخت داستخباراتو رئیس سو چې ولسمشر کرزي په خپلې کابېنې کې بدلون راوستی.

اسدالله خالد تردې مخکي چې د افغانستان داستخباراتو رئیس شي ، د افغانستان د قبایلو اوسرحدي چارو وزیر و. ترهغه پخوا د کندهار دولاېت والي و.
XS
SM
MD
LG