د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مارجې ولسوالي محاصره کړې ده


افغان امنیتي چارواکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو پر مارجې بریدونه پیل کړي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو پر مارجې بریدونه پیل کړي دي.

افغان ځواکونه د هلمند په مارجې کې له طالبانو سره په سختې جګړې کې ښکیل دي چې دغه ولسوالي وژغوري.

پر مارجې باندې د طالبانو بریدونه له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې روان دي، طالبانو له مارجې څخه مرکز لښکرګا ته غزيدلې لاره بنده کړې ده.

طالبانو له څه مودې راهيسې په دغه ولایت کې خپل بریدونه زیات کړي، درې ولسوالۍ يې نیولي او مرکز لښکرګاه ته یې هم څه ناڅه ګواښ پېښ کړی دی.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ وايي چې افغان ځواکونه او پولیس د ولسوالۍ په ودانۍ کې او ورڅېرمه امنیتي پوستو کې ځای پرځای دي، خو د ولسوالۍ شاوخوا سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

هغه وايي " افغان پولیس د مارجې ولسوالۍ په مرکز کې موجود دي، خو د ولسوالۍ نورې سیمې طالبانو نیولي دي".

د رویټرز خبري اژانس وايي هلمند ولایت چې د کوکنارو د کر کیلي له کبله ډېر مشهور دی، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو یو وارې بیا په دغه ولایت کې خپل حضور زیات کړی او افغان ځواکونو ته یې ستونزې جوړې کړي دي.

د هلمند په ګاونډ کندهار کې هم طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېره اوونۍ یې پر هوايي ډګر برید کې ۵۰ کسان چې ۳۸ یې ملکيان وو، ووژل.

د هلمند امنیه قومندان سرجنګ وايي "موږ له یاغیانو څخه د دغو سیمو د پاکولو لپاره د پراخو عملیاتو نیت لرو، خو طالبانو په لارو کې سلګونه ماینونه ښخ کړي دي چې زموږ کار یې سخت کړی دی".

په تېرو څو هفتو کې یاغیانو د هلمند په شمال کې د موسی قلا، نوزاد او خانشین ولسوالۍ ونیولې، دغه ولسوالۍ د کوکنارو د قاچاقو او کاروبار مهمې سیمې بلل کیږي چې تر ډېره طالبان له همدې لارې خپل جنګي لګښتونه پوره کوي.

XS
SM
MD
LG