د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې ځانمرګي برید پنځه پولیس او عسکر ووژل


چارواکي وايي یو ځانمرګي برید وکړ، او څلورو نورو غوښتل چې د سرتېرو کنډک ته ننوځي، خو افغان ځواکونو ووژل .
چارواکي وايي یو ځانمرګي برید وکړ، او څلورو نورو غوښتل چې د سرتېرو کنډک ته ننوځي، خو افغان ځواکونو ووژل .

د هلمند ولایت پولیس وايي په ننني ځانمرګي برید کې پنځه تنه چې څلور یې پولیس او یو یې د ملي اردو سرتیری و، وژل شوي. په دغه برید کې اووه تنه نور ژوبل شوي هم دي.
د هلمند د امنیې قوماندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ امریکا غږ اشنا ته وویل، دا ځانمرګی د سنګین په ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو مرکز مخې ته شوی دی.

برید په ځايي وخت سهار وختي پنځه بجې شوې ده. بریدګر په یو پوځي موټر کې ناست و او ځان یې الوزولی دی.

وسله‌ والو طالبانو ادعا کړې چې دا برید هغوی کړی دی.

د ۲۱۵ میوند قوال اوردو قومندان جنرال محمد معین فقیري امریکاغږ اشنا ته وويل چي لمړی یو ځانمرګي د کنډک مخکې چاودنه وکړه او څلور نورو بریدګرو، چې غوښتل یې کنډک ته ننوځي، د ښاغلي فقیري په وینا د افغان ځواکونو په ډزو ووژل شول .

سنګین ولسوالي د هلمند په شمال کې له لښکرګاه څخه ۱۴۰ کیلو میتره لرې د اروزګان له دهراود او د کندهار له غورک ولسوالیو سره نښتې ده چي له تېرو دریو میاشتو راهیسې د درنو نښتو شاهده ده .

د هلمند دولایتي شورا مرستیال مجید اخندزاده وايي چي اوس هم د سنګین ولسوالۍ د بازار په یوه خوا کي د افغان حکومت وسله وال مخالفان او په بل سر کې يې حکومتي قواوې یو بل ته په مورچو کې ناست دي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG