د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندهار-لښکرګاه لویه لار تړلې ده


نن دريمه ورځ ده چې د کندهار - لښکرګاه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده. وسله وال طالبانو له مخکې لا د دې لار موټر چلونکو ته خبرداری ورکړی، چې تر را روانې پنجشنبې دې پر دغه لار تګ راتګ نکوي.

د کندهار د ميوند ولسوالۍ او لښکرګاه ښار ترمنځ لار ۵۰ کيلو ميتره اوږده ده.

چارواکي وايي پر دغې لار د پوپلزیو ښاخ سيمه کي وسله والو طالبانو عمومي سړک په ماينونو تخريب کړي او وسايطو ته ستونزمنه شوې چي د پخوا په څېر پرې تګ راتګ وکړي .

دغه راز موټر چلونکي وايي، چې وسله والو طالبانو د لارې پر سر مور چې نيولې او پر هغو نظامي کاروانونو بريدونه کوي، چې له کندهار او يا نورو سيمو څخه هلمند ته د جګړې د مهارولو لپاره ځي.

د هلمند ځايي اوسيدونکي وايي چي د کندهار -لښکرګاه د لويې لارې د بندېدو په وجه په لښکرګاه ښار کي د خوراکي او نورو اړتيا وړتوکو بيې پورته شوې او دوی يې له ستونزو سره مخ کړي.

د لښکرګاه ښار اوسيدونکي احمد جواد امريکاغږ اشنا ته وويل چي د يو من کچالو بيه د اونۍ په سر کي ۶۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۰۰ افغانيو ته پورته شوې.

نوموړي وویل "چې په هره برخه خلک اړتياوي لري، ناروغان څوک د کندهار او نورو ځايونو تر روغتونونو نشي رسولی. خلګ حيران دي چې نور به له کومو ستونزو سره مخ شي."

د هلمند د ولايتي شورا ريس محمد کريم اتل امريکا غږ اشنا ته وويل چي لښکر ګاه ښاريان په ستونزو کي دي او لار يې هم په اقتصادي لحاظ او د ژوند پر نورو برخو بده اغيزه کړې .

ده وويل "موږ پدې اړه خپله اندېښنه ښودلې هيله کوو چي امنيتي ځواکونه دې سنونزو ته پر وخت ځواب ووايي."

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال اقانور کينتوز وايي چي امنيتي قواوې هڅه کوي چې د لښکرګاه کندهار د لویې لارې څخه ماینونه پاک کړي، خپله وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG