د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمندکې د دولت دوسله والو مخالفينو پرضد پوځي عمليات پيل شوي


په هلمند ولایت کې دغه پوځي عمليات دناوې ،نادعلي اومارجې والسواليوپه غرنيوسيموکې ترسره کيږي . دنادعلي والسوالۍ دپوليسومشرلمړۍ څارن عمرجان حقمل وايي چي دغه پوځي عمليات دتريخ ناور په سيمه کې پيل شوي چي يادې درې والسوالۍ له يوبل سره نښلوي.

دی زياتوي چې پدې روانو پوځي عملياتو کې د دولت١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي دي او ١٨تنه نور يې زخمي شوي دي. نوموړي پدې عملياتوکې د ۲ تنو پوليسانو د ټپي کېدواو د يوه بل کس دوژل کيدو خبرهم ورکړی دی،،له موږسره پدې عملياتوکې د ملي اوردو او نړيوالو قواوو عسکرهم موجود دي چي ټول شمېريې له ۲۶۰ نه هم زيات دی اوموږ تر اوسه پوري ۶ کيلوميتره ساحه دمخالفينوله حضورڅخه پاکه کړې ده.،،

چارواکي وايي چي ترپوځي عملياتووروسته به له امنيتي پلوه په زيانمنوسيموکې دپوليسودايمي پوستې هم رامنځ ته شي .

د دولت وسله والومخالفينو بيا ديوه تليفوني پيغام له لاري ادعا کړې چې د نادعلي والسوالۍ په نري مانده سيمه کې يې يوه کشفي الوتکه رانسکوره کړې اود سړک د غاړي د ماين په چاودنه کې يې ۳ نړيوال عسکر وژلي دي.

هلمند چي يووخت ترټولو نا امنه ولايت بلل کيدی اوس یې په نسبي ډول دپخوا په پرتله امنيتي حالت ښه بلل کيږي ،خولاهم د دې ولايت له ۱۴ والسواليو څخه يې د باغران والسوالي له دولتي حاکميت څخه بهرده.

له دې سره په څنګ کې تيره اونۍ دهلمند والي محمد نعيم بلوڅ خبر ورکړچي د دپېښومرکزبهرامچه کې د دولت دوسله والومخالفينو حرکتونه زيات شوي اودوي يې پرضد د پوځي عملياتو د ترسره کيدو پريکړه کړې ده.

په ټوليزډول داسي اندېښنې دي چي ممکن دهواپه تودېدو سره په امنيتي پېښوکې زيات والي راشي خوامنيتي مقامات يې په اړه وايي چي دوي پرحالاتوحاکم دي.

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG