د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز په بریدونو کي ۱۵ کسه وژل شوي


Archive
Archive
د دوشنبې په ورځ د افغانستان په بیلابیلو سیمو کي د تشدد پیښې سوي دي چې تلفات یې درلودلل.

د کندوز په ولایت کې په دوو جلا پیښو کې پنځلس کسان وژل شوي دي.
په کندز کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ګل رحیم نیازمن په خپل راپور کې وايي چې د کندز د خان اباد په ولسوالۍ کې د سړک د غاړي د ماین په چاونې کې څلورلس تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د خان آباد د ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري وايي چې ماین نن غرمه هغه مهال وچاودید چې د ځايي وسله والو یو قوماندان محمد عمر او د هغه وسله وال د سیمې نه تیریدل.

د خان آباد په ولسوالۍ کي د ماین په یوې بلې چاودنې کې بیا د دغه ولسوالۍ جنايي آمر اسلام حسین وژل شوی دی.

د پکتیا د ولایت په مرکز ګردیز کې د ماین په چاودنې کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. په سیمې کې د امریکا غږ آشنا راډیو خبریال ابراهیم رحیمي وايي چې د پکتیا ولایتي شورا ته د کاندید فضل الحق جیلان ورور او د هغه درې کمپاین کوونکي نن ماسپېښین د یوه ماین په چاودنې کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دوي په موټر سایکل روان وو چې د ریموټ کنټرول بمي چاودنه پرې وشوه.
د فاریاب د ولایت نه راپورونه وايي چې د دغه ولایت د المار په ولسوالۍ کې وسله والو دوه کسان وژلي دي.

د لوګر د څرخ د ولسوالې نه بیا راپورونه وايي چې په یوه ځانمرګي برید کې یو پولیس وژل شوی دی. چارواکي وايي چې ځانمرګي برید کوونکي خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې ځان وچاوه.

بل پلو ته افغان چارواکي وايي چې طالبانو د سر پل په ولایت کې د ولایتي شورا یو کاندید تښتولی دی.

د سرپل د ولایت والي، عبدالجبار حقبین خبریالانو ته نن وویل چې حسین نظري او د هغه شپږ ملاتړ کوونکي هغه مهال یرغمل شول چې غوښتل یې په ټکسي کې سپاره وو او د سرپل مرکز ته روان وو. چارواکي وايي چې د ولایتي شورا د دغه کاندید د خوشي کولو لپاره هڅې پيل کړي دي.
XS
SM
MD
LG