د لاس رسي وړ اتصالات

د کنړ د ناړۍ په ولسوالۍ کې طالبانو ۱۳ افغان عسکر وژلي دي. د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې طالبانو سباوون مهال د افغان پوځ په یوې پوستې باندې برید وکړ چې جګړې ونښته او پنځه ساعته یې دوام وکړ.


طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې دوی دغه پوسته نیولې ده او په پوستې کې یې وسلې او مهمات نیولي دي. هغه دا هم ویلي دی چې په برید کې پنځلس افغان عسکر وژل شوي دي.


ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په پای کې د امریکا او ناټو هیوادونو ځواکونه د افغانستان څخه ووځي. د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا لوي درستیز جنرال مارټین ډیمبسي د افغان چارواکو سره لیده کاته وکړل چې ارزونه وکړي او دا په ډاګه کړي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته څومره آمریکايي عسکر په افغانستان کې پاته شی چې ددغه هیواد پوځ وروزي.
XS
SM
MD
LG