د لاس رسي وړ اتصالات

نامعلومه کسانو په لوګر کې د نجونو ښوونځی وسوځوه


د معارف وزارت وايي په ښوونځي کې د دیني مضامینو سلګونه کتابونه هم سوځېدلي دي
د معارف وزارت وايي په ښوونځي کې د دیني مضامینو سلګونه کتابونه هم سوځېدلي دي

د افغانستان د معارف وزارت وايي نامعلومه وسله والو د شنبې په شپه د لوګر ولایت د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی وسوځوه.

د معارف وزارت وايي اته وسله وال ښونځي ته ننوتي، ساتونکی یې تړلی او بیا یې د کتب خیلو د نجونو ښوونځي ته یې اور اچولی دی.

د وزارت د نشراتو مشر محمد کبیر حقمل امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۵۵۰ نجونو زده کړې کولې چې اته ښوونکي یې درلودې.

ویل کیږي چې برید ګر اته کسان وو، خو لا پېژندل شوي نه دي
ویل کیږي چې برید ګر اته کسان وو، خو لا پېژندل شوي نه دي

ښاغلي حقمل وویل چې په برید کې سلګونه د دیني او عصري مضامینونو کتابونه سوځېدلي دي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي. پر دې سربېره په بريد کې د ښونځي د زده کوونکو څوکۍ او نور ټول اداري وسایل هم سوځېدلي دي.

ښاغلي حقمل په مشخص ډول د چا نوم وانخیست خو ویې ویل چې دا د افغانستان، د معارف او د دغه هېواد د راتلونکي نسل د دښمنانو کار دی.

د محمدآغې په ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونځي شته چې زرګونه هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي.

د محمد آغې د کتب خیلو په دغه ښوونځي کې ۵۵۰ نجونو درس وایه.
د محمد آغې د کتب خیلو په دغه ښوونځي کې ۵۵۰ نجونو درس وایه.

په افغانستان کې تر دې مخکې هم یو شمېر ښوونځي سوځول شوي، چې تر ډېره یې پړه یې پر وسله والو طالبانو اچول شوې، خو د دغه برید مسولیت تر دې دمه چا نه دی اخیستی.

په افغانستان کې دا مهال سلګونه ښوونځي د نا امنیو له کبله تړلي دي چې لسګونه زره افغان ماشومان یې له زده کړو محروم کړي.

XS
SM
MD
LG