د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي پر فیسبوک یې محدودیت نه دی لګولی


د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه وايي په ځینو سیمو کې فیسبوک په اسانۍ سره نه پرانیستل کیږي
د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه وايي په ځینو سیمو کې فیسبوک په اسانۍ سره نه پرانیستل کیږي

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې په ځینو سیمو کې د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ ته لاسرسی ستونزمن شوی او یا شاید محدودیت پرې لګول شوی وي.

د افغانستان د خبریالانو ټولنې او د خبریالانو د ملاتړ ادارې نۍ ادعا کړې وه چې د "فیسبوک" ځینې کاروونکي او فعالان شکایت لري چې د قوي او چټک انټرنټ سره سره بیا هم په اسانۍ سره یې د فیسبوک پاڼې نشي پرانیستلی.

د خبریالانو د ټولنې په اعلامیې کې راغلي "د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیه فیسبوک ته د لاسرسي په برخه کې موجوده ستونزه تایدوي او د مخابراتو له وزارت نه غواړي چې په دې اړه جدي پلټنه وکړي".

خو د افغانستان د مخابرات وزارت ویاند محمد یاسین صمیم امریکا غږ اشنا ته وویل "موږ د افغانستان د خبریالانو د ټولنې او نۍ دا ادعا په کلکه ردو او د هغوی ادعاوې بې اساسه دي. هېڅ اړتیا نشته چې پر ټولنیزو رسنیو باندې دې دا ډول کوم محدودیتونه ولګول شي".

ښاغلي صمیم وویل که په ټولنیزو رسنیو باندې د محدودیت او یا د هغوی بندولو ضرورت پيدا شي، د ولسمشر په ګډون نور لوړ پوړي چارواکي به یې په اړه پرېکړه کوي او دا یوازې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د وزارت کار نه دی.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د خبریالانو ټولنې تر دې دمه د خپلې دغې ادعا په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم وايي چې دوی په دې اړه کوم تصمیم نه دی نیولی دی.

د وزارت ویاند هارون حکیمي امریکا غږ اشنا ته وویل "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اړخه په دې هکله نه کوم تصمیم نیول شوی او نه د ټولنیزو رسنیو د سانسور په برخه کي کوم بل حکومتي ارګان ته کومه سپارښتنه شوېده. که چیري په دې برخه کي چا کومه ستونزه احساس کړې وي، کېدای شي تخنیکي ستونزه ولري".

د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې اکثریت یې د فیسبوک فعالان دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG