د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د یوه افغان عسکر په اړه تحقیقات کوي


ناټو د یوه افغان عسکر په اړه تحقیقات کوي
ناټو د یوه افغان عسکر په اړه تحقیقات کوي

ناتو وایي چي په دې باب تحقیقات کوي چي د افغانستان په جنوب کي خو به د افغانستان د پوځ کوم عسکر د ائتلافي قواو څو تنه عسکر نه وي وژلي.

ناتو وویل چي دوي دا تحقیقات د افغان حکومت سره یوځای کوي چي دا معلومه کړي چي ائتلافي عسکر څنګه پرون د جمعې په ورځ د هلمند د ولایت د سنګین په ولسوالي کي په یوه نظامي اډه کي ووژل شول.

طالبانو ویلي دي چي یوه افغان عسکر د ناتو لږ تز لږه دوه عسکر ووژل او بیا دوي ته تسلیم شو.

د ناتو عسکر د افغان عسکرو سره په ګډو اډو کي ژوند کوي او د یاغیانو د حملو سره مخامخ دي.

له بلي خوا د هسپانیې صدراعظم ( هوزې لوئیس رودریګیز زاپاتیرو ) د افغانستان لویدیز ته ناڅاپي سفر کړی دی. هغه نن د شنبې په ورځ په قلعه نو کي هسپانوي عسکرو ته وینا وکړه او ویې ویل چي " دوی به دلته دائمي پاته نه وي." مګر هغه وویل چي د هسپانیې تعهد به کلک او محکم وي ترڅو چي افغانان د خپل امنیت تضمین وکړای شي. هغه وویل " کله چي دا هدف تر سره شي، نو موږ ټولو به ښه نړۍ ګټلې وي. "

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما غواړي د افغانستان نه د امریکایي عسکرو را ایستل د بل کال د جولای په میاشت کي پیل کړي، خو دا کار یې د افغان قواو په چمتو والي او امنیتي حالاتو پوري مربوط ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG