د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۴ کاله پوري د افغانستان امنیت تضمین کړي


امریکا دې ته خپل تعهد څرگند کړی دی چي کله چي یې زیاتره قواوي په ٢٠١۴ کال کي د افغانستان نه ووځي نو لږترلږه تر لسو کالو پوري به یې د امنیت تضمین کوي. دا وینا پرون د سه شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معین ( جاوید لودین ) د یوې پوښتني په جواب کي وکړه. هغه د همکاری د هغه ستراتیژیک تړون د مسودې په اړه معلومات ورکول چي د یکشنبې په ورځ موافقه ورباندي شوې ده.

جاوید لودین وویل چي « دا ددې اړیکو یو ډیر مهم اړخ دی. »

هغه یوې ډلي خارجي ژورنالیستانو ته وویل چي د افغانستان گاونډیان باید دا تړون خپل امنیت ته گواښ ونه بولي او هغه به « د ټولي سیمي د پاره یوه مؤثره وسیله وي.

ددې سند ټول متن چي باید د امریکا او افغانستان جمهوررئیسان یې لاسلیک کړی، تر اوسه پوري نه دی خپور سوی، او په کابل کي د امریکا د سفارت یوه نطاق پرون وویل چي تر څو پوري چی د هغه وروستی متن نه وي بشپړ سوی، د هغه په جزئیاتو باندي به بحثونه ونه سي.

XS
SM
MD
LG