د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځانمرګي برید کوونکي د زابل د ولایت د والي د موټرو په کتار باندې پداسې حال کښې برید کړیدی چې د نوموړي موټر د یوه روغتون د مخې نه دتیریدو په حال کښې ؤ.

چارواکي وایي چې پدې برید کښې یو ډاکټر وژل شو دی.

بل پلو په افغانستان کښې میشتو دناټو ځواکونو ویلي دي چې پدې چاودنې کښې د هغوي درې عسکر او دوه نور ملکیان چې د ناټو سره یې کار کاوه، وژل شویدي.

ناټو د دې چاودنې په اړه نور مالومات ندي ورکړي او نه یې ویلي دي چې وژل شوي عسکر د کوم هیواد اتباع ؤ.

همدارنګه د زابل والي محمد اشرف ناصري وایي، هغه د قلات ښار یوه ښوونځي ته روان ؤ چې د روغتون مخې ته پرې ځانمرګی برید وشو. ښاغلي ناصري ویلي دي پدې برید کښې هغه ته هیڅ زیان ندی رسیدلی ، خود روغتون یو ډاکټر پکښې وژل شوی او د هغه دوه تنه محافظین او یو بل ماشوم پدې برید کښې ټپيان شویدي.

ښاغلي ناصري د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د ځانمرګي برید هدف زما موټر ؤ خو ما ته پکښې کوم زیان ندی رسیدلی.

په عین حال کښې د زابل د ولایت د امنیې قوماندان جنرال غلام سخي روغ لیوني په لومړي سر کښې ویلي ؤ چې ځانمرګی برید کوونکی پلی روان ؤ او هغه وخت یې پخپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول چې والي غوښتل روغتون ته ننوزي.

طالبانو او د حکومت نورو وسله والو مخالفینو پداسې حال کښې د افغان حکومت په چارواکو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړیدی چې بل پلو نړیوال ځواکونه د افغانستان نه د وتلو لپاره چمتوالی نیسي. طالبان او مخالفین غواړي چې د دې شان بریدونو له لارې د افغان حکومت باور ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG