د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې افغان سفیر د پاکستان په خاوره کې د عملیاتو لپاره مودي وستایه


Shaida Mohammad Abdali, Afghan Ambassador in India
Shaida Mohammad Abdali, Afghan Ambassador in India

افغانستان د جمعې په ورځ له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې په شکمنو جنګیالیو د هند پوځي عملیات وستایل. هند د پنجنشنبې په ورځ وویل د هغو جنګیالیو پرضد یې هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پټه د هند خاورې ته ننوځي او په لویو ښارونو کې بریدونه کوي.

هندي چارواکو ویلي عسکرو یې په لسهاوو جنګیالي وژلي او له لمر لوېدو مخکې بیرته خپلو اډو ته ستانه شوي خو د دغو عملیاتو په اړه یې د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې. په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په نوي ډیلي کې په یو خبري کنفرانس کې وویل:

" زه د تروریزم پرضد جنګ کې د هند د صدراعظم ښاغلي مودي زړورتوب او جدیت ستایم او د سیمې ټول هیوادونه باید له هغه څخه ملاتړ وکړي".

دغه عملیات له پاکستان سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر په ګډه پوله کې د هندي ځواکونو په یوې اډې باندې د کشمیري جنګیالیو له خوا د سپتمبر په اتلسمه د شوي برید په ځواب کې شوي. په هغه برید کې ۱۸ هندي عسکر وژل شوي وو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي تیره هفته خبردارۍ ورکړی وو چې د دغه برید مسببین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

پاکستان د هند له خوا د دغو عملیاتو د کولو ادعا رد کړې خو ویلي دي چې د پولې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله شوې چې له امله یې دوه پاکستاني عسکر وژل شویدي

له بلې خوا د پاکستان په ختیځ ښار لاهور کې د تندلارې ډلې لشکر طیبه مشر حافظ سعید د جمعې په ورځد دوه وژل شوو پاکستاني عسکرو په جنازه کې راټولو شوو خلکو ته په وینا کې له پاکستان څخه وغوښتل چې له هند څخه په کشمیر کې دملکیانو د وژنې غچ واخلي.

Pakistan's Hafiz Saeed, leader of a Pakistani religious group, center, waves during an anti-Indian rally in Lahore, July 19, 2016.
Pakistan's Hafiz Saeed, leader of a Pakistani religious group, center, waves during an anti-Indian rally in Lahore, July 19, 2016.

ښاغلي سعید زیاته کړه هند د هدفمندو عملیاتو په کولو سره د جنګ اعلان کړی. او اوس د پاکستان وار دی چې ځواب ورکړي او مودي به هم پوه شي چې هدفمند عملیات څه دي.

د کشمیر شخړه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو په یوې اډې د کشمیري جنګیالو له وروستي برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې او هند د سارک په سرمشریزهکې چې ټاکل شوې وه د نومبر په میاشت کې په اسلام آباد کې وشي له ګډون څخه ډډه وکړه. افغانستان، بنګله دیش او بوتان هم دغه سرمشریزه تحریم کړه او پاکستان مجبور شو چې دغه سرمشریزه وځنډوي.

هند او پاکستان دواړه کشمیر د خپلې خاورې برخه بولي خو هر یو یې پر جلا جلا برخو کنټرول لري او په ۱۹۴۷ کال کې له برتانیې څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته دواړو هیوادونو درې ځلې جګړه کړې چې دوه ځلې یې د کشمیر په سر وه.

د کشمیر پرسر د دواړو هیوادونو ترمنځ حالات د روان عیسوي کال د جولای په اتمه د هندي ځواکونو له خوا د کشمیري بیلتون غوښتونکو د ځوان مشر برهان واني له وژل کیدو وروسته خړ پړ شول. دواني له وژل کیدو وروسته په کشمیر کې پراخې مظاهرې وشوې چې د هندي ځواکونو له خوا ورسره سخت چلند وشو او تر دې دمه په کې په لسهاوو مظاهره کوونکي وژل شویدي. هندي چارواکو ویلي پر پاکستان باندې د فشار واردلو لپاره پردغه هیواد له سیاسي او اقتصادي اقداماتو هم کارواخلي.

XS
SM
MD
LG