د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوب کې خلک په امریکا باندې د حملو په باب ناخبره دي


په جنوب کې خلک په امریکا باندې د حملو په باب ناخبره دي
په جنوب کې خلک په امریکا باندې د حملو په باب ناخبره دي

د امنیت او پرمختګ په چاروکي بین المللي شورا چي د نړۍ والي پالیسۍ په اړه د نظر خاوندان لري، وایي چي د افغانستان په دوو لویو او مهمو جنوبي ولایتونو کي اکثره خلک په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د یوولسمي د تروریستی حملو په باب چي امریکا یې مجبوره کړه په افغانستان باندي حمله وکړي، معلومات نه لري.

دغي شورا ویلي دي چي د هغو یو زرتنو نه چي د هلمند او کندهار په ولایتونو کي مرکې ورسره شوي دي، ٩٢ فیصده یې په دې پېښي باندي چي افغانستان ته د نړۍ والو قواو د ورتګ سبب سو، نه وو خبر.

په دغو ولایتونو کي د خارجي قواو او طالبانو ترمنځ چي په ٢٠٠١ کال کي په افغانستان باندي د یرغل نه وروسته یې حکومت را نسکور سو، ډیري سختي جګړې رواني دي.

د دغي شورا د څېړنو نه دا هم معلومه سوې چي د هغو کسانو سره چي د افغاستان په جنوب کي مرکې شوي دي ۴٠ فیصده یې په دې باور څرګند کړی چي نړۍ والي قواوی ددې د پاره افغانستان ته راغلي دي چي اسلام تباه کړي یا دا چي افغانستان اشغال یا یې تباه کړي

XS
SM
MD
LG