د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: افغانان به په فساد تورونو ته رایه ورنکړي


٨٩ فیصده افغانان وایي په فساد اخته کاندیدانو ته به رایه ورنکړي
٨٩ فیصده افغانان وایي په فساد اخته کاندیدانو ته به رایه ورنکړي
د افغانستان د ټول ټاکنو په اړه یوه نوې نظرپوښتنه ښیي چې ددې هیواد وګړي نه غواړي هغو کاندیدانو ته رایې وکړي چې په فساد اخته وي او یا یې د بشري حقونو څخه سرغړونه کړې وي.

په واشنګټن کې میشت د گلفیم اسوسییت موسسې د یوې نظر پوښتنې د لومړني پړاو پایلې نن د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړې.

ددې نظر پوښتنې په بنسټ ٨٩ فیصده خلک چې ورسره خبرې شوي دي وایي، په فساد اخته کاندیدانو ته به رای ور نه کړي. همداشان د پوښتل شویو وګړو ۷۹ په سلو کې وایي چې هغه کاندیدانو ته رایی نه ورکوي چې د بشري حقونو څخه یې سرغړونې کړې دي.



سروې: افغانان به په فساد تورونو ته رایه ورنکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00
دا نظر پوښتنه د شپږو ورځو په ترڅ کې د ٢١۴٨ کسانو سره د مرکو له مخې برابره شوې ده.
په نظر پوښتنه کې ډاکتر اشرف غني احمد زي د خلکو ٢٩ فیصده حمایت جذب کړی او ډاکتر عبدالله عبدالله ٢٥ فیصده جذب کړی دی. همداشان عبدالقیوم کرزي د ۸ فیصده خلکو حمایت ترلاسه کړی دی.

ددې نظر پوښتنې مسولې پمیلا هوندر ویلي چې « په سلو کې ٦١ کسان غواړي هغه کاندید ته رایې ورکړي چې د طالبانو سره د مصالحې پلوي وي او په سلو کې ٧١ کسان هغه کاندید ته رایې ورکوي چې د امریکا سره ښه اړیکې لرل غواړي

په تیرو دوو میاشتو کې دا څلورمه نظر پوښتنه ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه خپریږي. په یوه تیره نظر پوښتنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله مخکي و.

XS
SM
MD
LG