د لاس رسي وړ اتصالات

ملا محمد عمر افغان حکومت سره خبرې رد کړلې


ملا محمد عمر افغان حکومت سره خبرې رد کړلې
ملا محمد عمر افغان حکومت سره خبرې رد کړلې

د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر هغه روپوټونه رد کړیدی چه د هغه ډله د افغانستان د حکومت سره د سولی په موافقی غږیږی.

په یو بیان کی چه نن مطبوعاتي موسسو ته د انټرنیټ له لارې استول شویدی، ملا عمر ویلي دي د سولې د خبروادعاګانې بې بنیاده پروپاګند دی او ددې دپاره کیږی چه په افغانستان کې د امریکا په رهبرۍ د ناټو د قواوو په ناکامۍ باندی پرده وغوړل شي.

جمهوررئیس کرزي ژمنه کړیده چه د حکومت په ملاتړ د سولې عالي شورا به د طالبانوسره د روغې جوړې خبرې پر مخ بوزي.

د طالبانو مشر ملا عمر همدغه راز ژمنه کړیده چه د دښمن د قواوو د ماتولو دپاره به په افغانستان کی جنګي عملیاتو ته زور ورکړي. ملا عمر همدا شان د کرزي حکومت وغانده او هغه یی فاسد او د غرب ګوډاګی حکومت وباله.

د ناټو قوه وایی چه په جنوب کی یی چه د طالبانو پوخ سنګر دی، د طالبانو زور اوبه کړیدی. خو یاغیانو په دی ورځو کی په خارجیانواوافغان قواووباندی مرګانۍ حملې کړیدی.

افغان پولیس وایی طالبانونن د قندوز په ولایت کی دمخابراتو په یو برج باندی حمله وکړه . د افغان پولیسواوطالبانو ترمنځ دی جګړه کی لږ تر لږه ١٦ کسه ووژل شول چه په دی کی نهه کسه افغان پولیس دی او،اوه کسه ، یاغیان دی.

XS
SM
MD
LG