د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پر هوايي ډګر برید کې ۱۸ کسه ووژل شول


د کندهار د هوایي ډگر د ساحې عکس

د کندهار د هوایي ډگر د ساحې عکس

د ٢٠٥ قول اوردو قومندان تورن جنرال دواد شاه وفادار د امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دغه نښته لاهم د ١١ ساعتو په تیریدو سره په دو ځایو کې روانه ده.

ښاغلي وفاردار وویل، چې تراوسه ١٨ کسان په دې پیښي کې وژل شوي دي او د ټپیانو شمېر ١١ تنه دی. په زخميانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

داود شاه وفادار وايي بریدکوونکي ۱۴ تنه وو چې په خبره يې نهه تنه يې وژل شوي دی او نور يې د استوگني په دو بلاکونو کې چې د نظامي صاحبمنصبانو کورونه پکې دی، سنګر نیولی دی.

ویل کیږي چې وسله والو کسانو ځیني کسان هم یرغمل کړي دي.

وفاردار وویل چې برید کونکو له ځان سره ډیرې وسلي اومهمات راوړي، او افغان امنیتې ځواکونه د ملکي خلکو د ژغولو دپاره عملیاتو کې له احتیاط څخه کار اخلي.

هغه وايي برید کونکي دميدان هغي سيمې ته تللي دي چې هلته د ملكي خلكو دوكانونه دي ، دوكانداران يي اول له یوه مخه وژلي یا هم ټپي کړي او بيا يي دوكانونو ته اور اچولى دى .

د پېښي ټول قربانیان د هوايي ډګر په نظامي روغتون کې تر درملنې لاندي دي .

ده زیاته کړه تیره شپه ۶ بجې هغه وخت چي له دفتر څخه د کور پر لوري د تګ په حال کې وو وسله والو برید کونکو پر ده باندي له ډزو سره سم بریدونه شروع کړه چې په ترځ کې يې په پيل کې د ده یو ساتونکی وژل شوی او بل تن يې ټپي دی .

د۲۰۵ اتل قوال اوردو قومندان وويل چې برید کونکي چې ځيني يې په خپلو کې په اوردو ژبه خبري کوي له ځان سره ماسکونه هم لري چې د اوښکو بهونکي ګاز د استعمال پر وخت له هغو څخه کار واخلي .

نوموړي وويل چې افغان ځواکونه اوس په ډېر احتیاط سره هڅه کوي چې یرغمل شوي کورنۍ د برید کونکو له منګولو څخه صحیح سلامت را خوشي کړي .

د کندهار هوايي ډګر د کندهار ښار په ۲۰ کیلو میترۍ کې د جنوب ختیځ خواته د کندهار – سپين بولدک پر لویه لار پروت دی چې د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ، د پوليسو د ۴۰۴ میوند زون قومنداني ، د سرحدي پوليسو د ۳ جنوبي زون قومنداني ، هوايي ډګر ، د جنوب لپاره د قاطع ماموریت قومنداني ، د افغان ځواکونه ځیني نور مرکزونه او د دولتي منصبدارانو د کورنیو د اوسیدو ښار ګوټي هم شامل دی .

وسله والو طالبانو د دې برید مسئولیت منلی او رسنیو ته په لیږلي تلیفوني پیغام کې يې ادعا کړې چې ګڼو افغان او نړیوالو ځواکونوته يې پکښې مرګ ژوبله اړولې ده.

همداشان طالبانو په دغه برید کې د طالبانو د بهرنیو ملاتړو ګډون او داچې ګوندې هغوی په اردو ژبه خبرې کوي په کلکه ردکړی دی او ویلي دي چې په دغه برید کې شامل ټول بریدکوونکي افغان طالبان دي.

XS
SM
MD
LG