د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: طالبانو د کندز ښار نیولی دی


طالبانو د کندز له محبس نه ۵۰۰ بندیان خوشي کړي دي.
طالبانو د کندز له محبس نه ۵۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

د کندز ولایت چارواکي وايي چې د کندز ښار ډیرې برخې د حکومت مخالفو وسله والو نیولي دي.

د کندوز د والي مرستیال حمدالله دانشي امریکا غږ ته وویل چې د کندوز اکثریت ولایتي چارواکي هوایي ډګر ته په شا شوي دي.

ښاغلي دانشي وویل "دولتي ځواکونو د دورې سر خواته او هوایي ډګر او د لوا د قطعې خواته په شا تګ کړی دی. فعلآ ښار د بالاحصار او دولتي پوستو پرته نور ښار د طالبانو په لاس کې دي ".

د کندوز د والي مرستیال وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو په شا کولو په موخه ډیر ژر پوځي عملیات پیل کړي.

طالبانو د دوشنبې په سهار پر کندز ښار له څلورو خواوو نه بریدونه وکړل او له شپږو ساعتونو جنګ جګړو وروسته ښار ته ننوتل.

جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د کندز له حاله خبر دی، خو چارواکو ته یې ویلي چې تر هر څه وړاندې د ملکي خلکو ژوند ته ډېر پام وکړي.

طالبانو ویلي چې د کندز ښار یې نیولی دی او په یوې اعلامیې کې یې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې، د ولسي خلکو مال او ځان ته پام وکړي.
طالبانو ویلي چې د کندز ښار یې نیولی دی او په یوې اعلامیې کې یې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې، د ولسي خلکو مال او ځان ته پام وکړي.
طالبانو ویلي چې که څوک له دوی سره یو ځای شي، وبه یې نه وژني، په اعلامیې کې طالبانو سوداګرو، کارګرانو، د شفاخانو، ښوونځیو او ښاروالۍ کارکوونکو ته ویلي چې خپل عادي ژوند وکړي، خو د نوور حکومتي ادارو د کارکوونکو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونو او ویډیوګانو کې طالب وسله وال د کندز په ښار کې لیدل کیږي چې عادي تګ راتګ کوي.

ځینو طالب وسله والو خپل مخونه پټ کړي. د امریکا غږ یو شمېر مینوالو چې موږ ته کوم تصویرونه را استولي دي، ځيني طالبان د کندز ښار په دوه سوه بستریز روغتون کې لیدل کیږي چې د افغان امنیتي ځواکونو په زخمیانو پسې ګرځي.

په یوی بلې ویډیو کې بیا ځیني ښاریان له طالب جنګیالیو سره عکسونه اخلي.

مهم حکومتي د موسسو کارکوونکي له ښار نه وتلي دي.

نا تایید شوي راپورونه وايي طالبانو د کندز د محبس له نیول کېدو وروسته یې ۵۰۰ بندیان خوشي کړي دي چې یو شمېر یې طالب جنګیالي وو.

په کندز کې د امریکا غږ خبریال ګل رحیم نیازمن وايي د ښار ټولې هټۍ بازارونه او کاروبار تړل شوی دی، هغه سیمې چې طالبانو نیولې، ترې د تاوتریخوالي او یا له خلکو سره د طالبانو د چال چلن په اړه کوم راپور ورکړل شوی نه دی.

د کندز والي او نور مهم لوړ پوړي چارواکي د اختر په رخصتیو تللي دي.

طالبانو د کندز ښار ته تللي او له ښار نه په وتلیو لارو پوستې جوړې کړي او ګاډی او خلک پلټي.

د افغان ځواکونو ځینو څرخي الوتکو په یو شمېر سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي، خو د تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د کندز د امنیې قومندان ویاند ویلي چې له مزار او تخار نه مرستندویه ځواکونه روان شوي چې طالبان وشړي.

که تاسو په سیمه کې یاست، کومه ویډیو لرﺉ، تصویر لرﺉ او یا په جنګ کې ګیر یاست، خپل حال له موږ سره شریک کړﺉ:

XS
SM
MD
LG