د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال الن: ملا عمرته خپل قدرت د افغانستان تر خلګو ډیر اهمیت لري


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن وايي چې د روژې د مبارکې میاشتې د ختمیدو او د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د طالبانو د مشر پیغام د مړینې، کرکې او نا امیدۍ پیغام دی.

جنرال الن د جمعې په ورځ وویل چې د ملا عمر پیغام د یاغیانو پر عملیاتو، انتقام، مرګ او درواغو باندي تمرکز لري. جنرال الن زیاته کړه چې واقعي مسلمانان د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې د مبارکۍ پیغام ته سترګي په لاره وي.

ملا عمر په خپلې بیانیې کې ویلي دي چې قواوې یې په بریالیتوب سره په دې توانېدلي چې د افغانستان د ملي امینتي ځواکونو په منځ کې نفوذ وکړي او له همدغه نفوذ له وجې یې سږ کال د ۳۳ نه زیات بهرني عسکر وژلي دي. د طالبانو مشر د خپل جنګیالیو څخه وغوښتل چې د بریدونو پر مهال دي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

جنرال الن زیاته کړه چې ملا عمر د پخوانیوو کلونو بې منطقه ژبه بیا وکاروله. الن وویل چې ملا عمر په خپله آرامه او آسوده ژوند کوي او خطا وتلي ځوانان رالېږي چې بې هدف او بې مطلب حملې وکړي.
ویل کېږي چې ملا عمر په پاکستان کې ژوند کوي.

جنرال الن ملا عمر ته د یوه لیوني کس خطاب وکړ چې خپل د واک رسېدلو شخصي اهداف د افغانانو تر راتلونکې مهم ګڼي.
XS
SM
MD
LG