د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ملا رسول له ډلې سره د مرستو راپور رد کړ


افغان حکومت وايي د طالبانو ځپل یې لومړیتوب دی، مرستې نه ورسره کوي
افغان حکومت وايي د طالبانو ځپل یې لومړیتوب دی، مرستې نه ورسره کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو د غورځنګ له ځينو جلا شویو ډلو ټپلو سره د وسلو او پېسو مرسته په کلکه رد کړه.

د والسټریټ ژورنال په یو تازه راپور کې ویل شوي، چې افغان حکومت د امریکا د استخباراتو په همکارۍ، د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له ډلې سره د وسلو او پېسو مرسته کوي، چې د طالبانو په غورځنګ کې پېدا شوي درزونه لا زیات شي.

خو، د ملي امنیت د شورا ویاند، تواب غورځنګ، امریکاغږ اشنا ته وویل" له طالبانو سره د افغان حکومت د مرستو خبره صحت او حقیت نلري. طالبان د افغان حکومت او خلکو دښمنان دي او د هغوی ځپل زموږ لومړیتوب دی".

ښاغلي غورځنګ د امریکا غږ خبریالې، نوشابې اشنا، ته دا هم وویل چې طالبان باید د افغان حکومت له لوري له ورکړل شوي محدود فرصت نه استفاده او سوله وکړي.

مرکه یې دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG