د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او افغان حکومت د ګډې غونډې دویمه ورځ ده


د افغانستان حکومتي چاراوکو نن د جمعې په ورځ د دویمې ورځې لپاره په پاریس کې د طالب یاغیانو او یوې بلي جګړه مارې ډلې د استاځو سره غونډه کړې ده چې په افغانستان کې د یاغي ګرۍ آه خوا وکتل شي او د افغانستان پر راتلونکې غور وشي چې دغه هیواد به څه کوي کله چې ټولې نړیوالې قواووې د افغانستان نه ووځي او خپلو هیوادونو ته ستنې شي.

ددغې غونډې فرانسوي کوربه وايي چې دغه نادرې او پټې خبرې چې د پاریس په شمال کې د چنتلي په ښارګوټي کې کېږي د سولې او پخلاینې په هکله نه دي.


نږدې ۲۰ کسه افغانان چې په کښي د افغانسان د ولسمشر حامد کرزي د حکومت استاځي، د طالبانو استاځي د افغانستان د سیاسي اوپوزیسون استاځي او د حزب اسلامي استاځي شامل دي پر دې خبري کوي چې ددغه هیواد مدني ټولنه او نورې زیربناوې به په ۲۰۲۰ کال کې څه ډول وي.

دا دریمه غونډه ده چې د یو کال نه په زیاتې مودې کې ترسره کېږي خو دوې مخکینې غونډې یې مخکي تر هغه پوري چې دایرې شوې نه وې په مطبوعاتو کې خپرې نشوې.

لومړۍ غونډه د تیرکال د نومبر په میاشت کې ترسره شوه.

دغه غونډې په داسي حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی هیواد فرانسه چې ځان ته د ډیپلوماسۍ طرفداره هیواد ویاړ وربخښي، هڅه کوي چې د ناټو د نورو هیوادونو نه مخکي د افغانستان څخه خپل محاربوي قواووې راوباسي.
XS
SM
MD
LG