د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د جگړې او سولې راتلونکی


د ملي اردو سرتیري د بغلان د غوري ډنډ ولسوالۍ له یوې غونډۍ څاري.
د ملي اردو سرتیري د بغلان د غوري ډنډ ولسوالۍ له یوې غونډۍ څاري.

د افغانستان جمهوري ریاست وایې چې افغان امنیتي ځواکونه د ټولو هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي چې سوله نه غواړي.

طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې هر ډول خبرې اترې رد کړې دي. دغې ډلې د سې شنبې په ورځ [مي ۱۶] په یوې اعلامیې کې لیکلي چې له افغان حکومت سره سوله ګواګې "دښمن" ته د وسلو اېښودولو په مانا ده.

د سولې په اړه د طالبانو د وروستي موقف له څرګندیدو وروسته، حکومت پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی دی. د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي چې افغان امنیتي ځواکونه به د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي چې په وینا یې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.

ښاغلي مینه پال امریکا غږ ته وویل "که هر څوک سوله کوي د سولې دروازې پرانیستي دي، که څوک سوله نه کوي، له هغو ډلو سره امنیتي ځواکونه د جگړې لپاره چمتو دي."

د افغانستان د سولې عالي شورا چې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې پروسه پرمخ بیايي ټنیګار کوي چې د سولې د مذاکراتو په هدف به خپل کوښښونه جاري ساتي.

بل لورته یو شمیر سیاسي کارپوهان چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري ویلي چې وسله والو طالبانو په تیره یوه کال کې د سولې په هیڅ ډول مذاکرتو کې ګډون نه دی کړی.

د سیاسي چارو مبصر، وحید مژده وایې چې طالبانو له ځینو سیاسي شخصیتونو او جریانونو سره اړیکې نیولي خو د سولې د عالي شورا په ګډون د افغان حکومت له هیڅ یوې ادارې سره تماس نه دی نیولی.

د افغانستان په اړه د ټرمپ پالیسي

په افغانستان کې د متحده ایالاتو او نړیوالو ځواکونو قوماندان درې میاشتې مخکې ویلي و چې د افغانستان لپاره څو زره عسکرو ته ضرورت لري څو په هیواد کې په ټپه دریدلی حالت پای ته ورسوي، خو د ټرمپ حکومت تر اوسه نوې پالیسي اعلان کړې نه ده.

چارواکي وايي د افغانستان لپاره د ترمپ د ادارې پلان کولای شي هغه ته دغه شمیر عسکر وربرابر کړي.

پوځي چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي چې ښايي په دغه پالیسۍ کې افغانستان ته د یو څو زرو سرتیرو لیږل شامل وي.

پخوانی پوځي چارواکی ډګر جنرال ټامس سپور وایي "دا ځل مونږ مستقیماً د افغانستان پوځ ظرفیت لوړولو ته ډېره پاملرنه کوو چې لا زیات ځواکمن شي، نو دا د هغه څه په پرتله توپیر لري چې پخوا مو کول."

ځینې نور کارپوهان وايي چې د نړیوالو ځواکونو احتمالي زیاتوالی به د افغانستان د جګړې په ډګر باندې چټکه اغیزه ونکړي.

د ملي استخباراتو رئیس ډانیل کوټس وایي "د استخباراتي ادارو ارزونه داده چې په ۲۰۱۸ کې به په افغانستان کې امنیتي حالت بې له شکه خراب شي، حتی که امریکا او متحدین یې یو څه پوځي مرستې زیاتې هم کړي."

طالبان د ۲۰۰۱ کال په پرتله اوس د افغانستان په زیاته خاوره کنټرول لري.، خو د زیات پوځي فشار معنی به دا وي چې هغوی له حکومت سره خبرو اترو ته اړ شي.

د ترهګرۍ ضد ماموریت له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې مهمه بڼه غوره کړې ده چې د اسلامي دولت ډلې فعالیت پیل کړی دی.

د کارپوهانو په باور د ټرمپ پالیسې به د اوباما ادارې په پرتله له هغه هیواد نه د امریکا پر وتلو فشار وا نه چوي.

XS
SM
MD
LG