د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان: افغانان د ډېرې ناامنۍ احساس کوي


راپور وايي په لویو لارو او ځینو نورو مهمو ځایونو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د امنیت له پلوه د خلکو اندېښنه زیاته کړې ده
راپور وايي په لویو لارو او ځینو نورو مهمو ځایونو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د امنیت له پلوه د خلکو اندېښنه زیاته کړې ده

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پنټګان د افغانستان د امنیت په اړه خپل تازه راپور د امریکا کانګرس ته وسپاره. راپور وايي د عامو خلکو د نظر معلومولو یوه سروي ښيي چې افغانان دنورو کلونو په پرتله اوس د ډېر ناامنۍ او عدم مصونیت احساس کوي.

اسوشیټډ پرس وايي پنټګان دغه راپور د جمعې په ورځ کانګرس ته سپارلی دی، په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې جنګونه زیات شوي او ملکي تلفات هم زیات شوي دي. دغه راپور چې د ۲۰۱۵ د ډسمبر نه راپدیخوا حالت باندې لیکل شوی، وايي چې افغان ځواکونه لا ښه شوي او ظرفیت یې هم لوړ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي په لویو لارو او ځینو نورو مهمو ځایونو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د امنیت له پلوه د خلکو اندېښنه او بي ثباتي زیاته کړې ده.

راپور کې راغلي " د امنیت په اړه د خلکو نظر تر بل هر وخت اوس ډېر منفی دی." د پنټګان راپور، د مارچ کې د یوې سروي په اساس کانګرس ته لیکلي چې په ۱۰۰ کې یوازې ۲۰ افغانان فکر کوي چې امنیت یې ښه دی، په داسې حال کې چې تېرکال په ۱۰۰ کې ۳۹ فیصده افغانانو دا نظر درلود.

د پنټګان راپور وايي چې ۴۲ فیصدده خلکو ویلي چې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو له مهال راهیسې امنیت ډېر خراب شوی دی.دا راپور داسې مهال خپور شوی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانکړي ماموریت پلاوي یوناما وايي ۲۰۱۵ د ولسي خلکو د تلفاتو پلوه تر ټولو خونړی کال و.

XS
SM
MD
LG