د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د افغان ځواکونو چټک غبرګون وستایه


ښاغلي ارنست وویل چې یو شمیر امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شته چې د مشورو او زده کړو له لارې د افغان سرتیرو د ظرفیتونو په لوړولو کې همکاري کوي.
ښاغلي ارنست وویل چې یو شمیر امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شته چې د مشورو او زده کړو له لارې د افغان سرتیرو د ظرفیتونو په لوړولو کې همکاري کوي.

سپینې ماڼۍ د هغه څه په اړه چې "د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سمدستي او مسلکي غبرګون" یې وګاڼه، خوښي څرګنده کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د افغانستان پر پارلمان باندې د تیرې ورځې برید ته په اشارې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو وکړای شول چې د یو ډیر خطرناکه برید خطر محدود کړي.

له دې سره سره د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا پرونی برید ښي چې طالب جنګیالي اوس هم د پیچلو عملیاتو د ترسره کولو قابلیت لري.

ښاغلي ارنست دا هم وویل چې ددې په ډیره کمه موده کې ددې برید دفع کول د افغان ځواکونو د ظرفیت او وړتیا د پام وړ پرمختګ دی چې د خپلو هیوادوالو او هیواد د امنیت د نیولو په لار کې یې ترسره کوي.

د دوشنبې د ورځې په سهار ۱۰:۳۰ بجې اوه تنو بریدګرو د افغانستان د پارلمان پر ودانۍ ډله ییز برید وکړ. یو بریدکوونکي د چاودیدونکو موادو ډک موټر پارلمان انګړ ته نژدې وچاوه او شپږ تنه نور بریدکوونکي د افغان سرتیرو سره د یو نیم ساعت جګړې په ترڅ کې ووژل شول.

په مستقله توګه دفاع کول

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت له پای ته رسیدو وروسته دا لومړی کال دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مستقله توګه د خپل هیواد امنیتي مسولیت په غاړه اخیستی دی.

ښاغلي ارنست وویل چې یو شمیر امریکایي ځواکونه په افغانستان کې شته چې د مشورو او زده کړو له لارې د افغان سرتیرو د ظرفیتونو په لوړولو کې همکاري کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند همداشان زیاته کړه چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو د ماموریت یوه برخه به د خپل امنیت تامین او په لرلید کې د امریکا د ملي ګټو په خاطر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وي.

جاش ارنست زیاته کړه چې د افغنستان پر پارلمان باندې د برید په څیر د طالبانو بریدونه په هغه هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو په اوږدمهاله پالیسۍ باندې کوم تاثیر نشي درلودلای.

XS
SM
MD
LG