د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ عسکر پر آمریکايي عسکر برید کړی


آرشیف

آرشیف

یو ټوپک والا چې د افغان پوځ یونیفورم یې اغوستی و ، د امریکا په رهبرۍ د ایتلاف د قوې یوعسکر یې په افغانستان کې وژلی دی.

بریتانوی مامورینو ویلي دي چې دغه عسکر د شاهي سکاتس بارډرز د قطعې غړی دی او د هلمند په ولایت کې وژل شویدی.

دده وژل د ناټو په قواوو باندې د انفرادی افغانانو د حملو د لړی تازه پیښه ده. دغو حملو د ناټو د قواوو او د هغوي د افغانو متحدینو ترمنځ بې اعتباري پیدا کړیده.

افغان چارواکي وایي چې پرون د افغانستان په ختیځ او جنوب کې په جلا چاودنو کې یوولس ولسي افغانان ووژل شول.

د سړک دغاړې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ، د مور او د هغې د نوي زیږیدلي ماشوم په شمول شپږ کسه وژل شویدی.

پولیس وایی دغه کورنۍ د ماشوم د زیږیدو نه وروسته د روغتون نه کورته روانه وه چې د سپرلې موټر یې د خوست په ولایت کې په ماین ور برابر شو او ټول په چاودنه کې مړه شول.

همدغه راز پرون د یکشنبې په ورځ دری کسه نور، د هلمند په ولایت کې هغه وخت ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې په ماین وخوت.

تر اوسه پورې هیچا ددغو حملو پړه په غاړه نه ده اخیستې.

د سړک دغاړې بمونه اوس هم د یاغي طآلبانو یوه وسله ده چې غواړي په کابل کی غرب پلوه حکومت ورباندی له پښو وغورځوي.
دغه بمونه اکثره وخت خطا کیږي، نظامی هدفونه نه بلکه ولسی خلک په کی وژل کیږي.
XS
SM
MD
LG