د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: هیله لرو چې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو وروسته د دوي سره خبرې پیل شي


افغان دولت وایي هیله لري چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو نه وروسته به د طالبانو د لوړ رتبه چارواکو سره خبرې پیل شي. د افغان دولت د وینا له قراره، ددغه دفتر د پرانستلو طرح جوړه ده ، خو د قطر موافقې ته سترګې په لاره دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق جانان موسی زي ویلي دي امید دی چې د دې موافقې د تر لاسه کیدو نه وروسته د افغان دولت اود طالبانو د اعتیباری او رسمی چارواکو ترمنځ خبرې پیل شي.

افغان دولت سره له دې چې د پاریس د غونډې ملاتړ یې کړیدی، بیا یې دا خبره وکړه چې وروسته له دې باید د سولې دپاره ټولې بین الاافغانی خبرې دننه په افغانستان کې وشي.

بل پلو ناټو وايي د یوه گرجستاني عسکر مړی چې، د رپوټونو له قراره ددې میاشتې په سر کې ورک شوی ؤ، افغان پولیسو پیدا کړیدی.

نړیوال ایتلاف وايي افغان پولیسو دغه مړی د شنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې پیدا کړ او ناټو ته یې وسپاره.

چارواکي وايي په 2002 کال کې د هغه وخت راهیسې چې گرجستان په افغانستان کې د ناټو په عملیاتو کې برخه اخستې ده، د گرجستان 19 عسکر وژل شویدی.
د گرجستان یو نیم زرعسکر په افغانستان کې د ناټو په قوې کې شامل دي.
XS
SM
MD
LG