د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان که انګلستان ؛ د نړیوال جام فاینل ته به کومه لوبډله ووځي؟


افغانستان په کوارټر فاینل کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړله.
افغانستان په کوارټر فاینل کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړله.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډله سه شنبه فبروري اوله (سلواغلې۱۲) د نولس کلنو د نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پای لوبې کې د انګلستان د لوبډلې سره سیالي کوي.

لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۵ نیمو بجو پیلیږي.

دا دویم ځل دی چې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي. افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې هم ددې سیالیو نیمه پای لوبې ته وتلی و چې د اسټرالیا د لوبډلې په مقابل کې یې ماتې وخوړله.

د افغانستان د ځواک نقطقه بیا هم توپ اچوونکي او په ځانګړې توګه ورو توپ اچوونکي دي. سر لاری یې ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال دی چې دا یې دویم ځل دی د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لپاره لوبې کوي.

افغانستان پداسې حال کې د نولس کلنو د نړیوال جام سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه چې د انګلستان په ویزو کې د ځنډ له کبله یې ونشو کړی خپلې دوه تمریناتي لوبې وکړي.

افغانستان د سیالیو په لومړي پړاو کې په دریو کې دوه لوبې وګټلې او پخپل ګروپ کې یې دویم مقام وګاټه خو په کوارټر فاینل کې یې د سریلانکا د لوبډلې په مقابل کې د خورا کم منډو هدف دفاع وکړله او دا کار یې هم د توپ اچوونکو پر مټ وکړ.

خو ها خوا بیا د انګلستان لوبډله د توپ وهونکو له کبله یوه غښتلې لوبډله بلل کیږي او ښایي ماتول به یې د افغانستان د لوبډلې لپاره ګرانه وي.

د انګلستان لوبډلې خپلې درې واړه ګروپي لوبې وګټلې او په کوارټر فاینل کې یې د جنوبي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړله.

د دې لوبډلې د توپ وهنې برخه دومره غښتلې ده چې په دوو ګروپي لوبو کې چې پچه یې ګټلې او لومړی یې توپ وهنه کړې، دواړه ځله یې سیالې لوبډلې ته د ۳ سوو څخه پورته د منډو هدف ورکړی.

لوبه د ویسټ انډیز د انټیګوا د (Sir Vivan Richards ) په لوبغالې کې کیږي. پدې لوبغالی کې د زیاتو منډو کولو امکان شته او د توپ اچوونکو لپاره به ښایي د لوبغاړو سوځول هومره آسانه نه وي.

په سیمه کې د سهار لخوا د یو څه باران وریدو اټکل شوی خو پاتې ورځ به سور لمر وي. د کرکټ مبصرین پدې اند دي چې د پچې ګټل او لومړی د توپ اچونې پریکړه کول به د هرې لوبډلې په ګټه وي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG