د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر د ملکيانو د وژنې په جرم ۲۴ کاله قید شو


امریکايي عسکر د ملکيانو د وژنې په جرم ۲۴ کاله قید شو
امریکايي عسکر د ملکيانو د وژنې په جرم ۲۴ کاله قید شو

یو تن امریکایي عسکر چې په افغانستان کې د خپلو څو ملګرو سره یو ځای د ملکي کسانو د وژلو په جرم تورن شوی وو، په یوه پوځي محکمه کې یې په خپل جرم باندی اعتراف وکړ.

د امریکې د واشنګټن په ایالت کې د پوځي محکمې قاضي، ډګرمن کواسي هاکس، پرون ملزم په ٢۴ کلونو حبس باندې محکوم کړ.

دوه وېشت کلن عسکر جرېمی مرلاک، په افغانستان کې د امرېکا دپوځې دېوه عسکری بلوک غړی ؤ چې قصدا ېې ملکی کسان وژلی دي. که په خپل جرم ېې اعتراف نه وې کړی او د محکمې سره ېې په تحقېقاتو کی مرسته نه وای کړې نو شاېد چې قاضی په ابدی حبس باندې محکوم کړی وای.

جرېمی مرلاک چې فعلا قید دی، د خپل حبس ٣٥٢ ورځی یې تیرې کړي او دغه موده یې په اوسنۍ سزا کې حساب شوه.

ویل کیږي چې مرلاک دهغو ٥ تنو عسکرو سره ملګری ؤ چې پروسږ کال یې په قندهار کی ٣ تنه ملکي کسان قصدا وژلي وو.

توقع کېږی چې نوموړی عسکر به د خپلو څلورو ملګرو پر خلاف په محکمه کې ګواهی ورکړی. د برناحقه وژلو په تور به ددغو ۴ تنو امرېکاېې عسکرو پوځی محکمه زر شروع شی.

XS
SM
MD
LG