د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په یوې نوې ترانزیتي لاره غور کوي


Mozamil shinwari

Mozamil shinwari

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیت مستغني د سې شنبي په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ګرجستان ژمنه کړې چې ډیر ژر به د ترکمنستان، ازربایجان، ګرجستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالانو تر منځ یوه غونډه جوړه کړي.

د ښاغلي مستغني په وینا ددې ناستې هدف د ترکمنستان، ازربایجان او ګرجستان هیوادونو له لارې تورې بحیرې ته د افغانستان د ترانزیتي لارې جوړول دي.

دا موضوع د ناټو د غړو هیوادونود بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال ارشاد احمدي او د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر تر منځ مطرح شويده.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري آشنا راډيو ته وويل « دوه کاله مخکې مو د امريکا د متحده ايالاتو د انکشافي ادارې په مرسته مطالعه او سروې کړی وه چی د افغانستان نه بهرنيو بازارونو ته وتلې لارو کې مو څو لارې په نظر کې نيولې وې د قيمت، وخت او له تيريدونکو ملکونو د شرايطو په بنا، په نتيجه کې يوه ښه او بهترينه لاره چې د اروپا او نورې نړۍ بازارونو باالخصوص غرب سره مو په ښه بيه، لږ وخت او کمو ستونزو وصل کوي هغه همدا د اذربايجان، ترکمنستان او گرجستان لاره ده.»

ښاغلي شینواری وایي افغانستان چی په وچه کې راګیر هيواد دی، له ډيرې مودې راپدې خوا د ایران او پاکستان له ترانزيتی لارو څخه استفاده کوي چی ددی لارې جوړيدل به مو د دواړو هيوادونو له احتياجۍ او اتکا څخه خلاص کړي.

د هغه په وینا دا کار به افغان سوداگرو ته په سوداگريزو چارو کې ډيرې اسانتياوې برابرې او په وارداتو صادراتو کې به د پام وړ بدلون راشي.

اشنا راډيو سره د سوداگرۍ دوزارت د مرستيال بشپړه مرکه دلته اوريدائ شئ:

XS
SM
MD
LG