د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او اماراتو د اوږدمهاله همکاریو تړون لاسلیک کړ


ولسمشر محمد اشرف غني او د متحده عربي اماراتو مشر
ولسمشر محمد اشرف غني او د متحده عربي اماراتو مشر

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره شپه په ابوظبی کې په متحده عربي اماراتو کې له میشتو افغانانو سره وکتل.

ښاغلي غني یو ځل بیا په دې ټینگار وکړ چې د سولې د رامنځ ته کیدو لپاره د افغانستان د دولت او د هغه د سیاسي مخالفینو ترمنځ له خبرو او اترو پرته بله لاره نشته.

ښاغلی غني وایي د سولې د ټینگښت لپاره باید مونږ په مذاکرو کې صادق واوسو او اختلافونه یوې خواته کیږدو.

جمهور رئیس غني وویل " سوله باید داسې نه وي چې مونږ یې له شکل سره لوبې وکړو. سوله هغه ده چې هر ډول سیاسي اختلاف چې لرو، له هغې نه لاس واخلو. مونږ دا عملي کوو ځکه چې د افغانستان ولس یې غواړي."

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د یوې موافقتنامې د لاسلیک کولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په کتنه کې، متحده عربي اماراتو وعده وکړه چې د افغانستان سره په هره برخه کې مرسته کوي.

جمهور رئیس وویل " له ولیعهد سره نننۍ کتنه د ورورۍ او تعهد لیدنه کتنه وه. هغه ماته وویل چې امارات به هر هغه مرسته چې په توان کې یې وي له افغانستان سره وکړي."

د دې سند په بنسټ به دواړه هیوادونه د سیاست، امنیت، حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت، اقتصاد او فرهنگ په برخه کې یو له بل سره دوامداره همکاري وکړي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو توافقنامه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر لاس لیک کړه.

له بلې خوا په عربي متحده اماراتو کې یو شمیر اوسیدونکي افغانانو د ولسمشر سره په کتنه کې د خپلو ستونزو د بیان په ترڅ کې د هیواد د نوې کابینې جوړیدل وستایل او هغه یې یوه معییاري کابینه وبلله.

په اماراتو د افغانانو د ټولنې رئیس عبدالصمد افغان په دې اړه وویل " په نوې کابینه کې مسلکي او ځوان کسان زیات لیدل کیږي چې دا پخپله هیلې رامنځ ته کوي."

ولسمشر غني په متحده عربي اماراتو کې د میشتو افغانانو غوښتنې تر غور لاندې ونیولې او وعده یې وکړه چې ژر تر ژره به په سفارت او کونسلي برخه کې د هغوی غوښتنې وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG