د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ولسمشر غني متحدو عربو اماراتو ته ولاړ


ارګ وايي ولسمشر غني به د اماراتو چارواکو ته په کندهار کې د هغوی د وژل شويو ډيپلوماتانو په اړه غمرازي هم وکړي
ارګ وايي ولسمشر غني به د اماراتو چارواکو ته په کندهار کې د هغوی د وژل شويو ډيپلوماتانو په اړه غمرازي هم وکړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سره متحدو عربو اماراتو ته ولاړ.

د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر غني به د متحدو عربو اماراتو له چارواکو سره ګوري او "له هغوی سره به د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي".

اعلامیې نه دي ویلي چې اماراتو ته د ښاغلي غني د سفر اصلي هدف څه دی، خو ویلي چې هغه به " د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د عربي متحده اماراتو د ډيپلوماتانو د شهادت په خاطر د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب هم څرګند کړي".

څه موده مخکې د کندهار د والي په میلمستون کې په یوې چاودنې کې د اماراتو پنځه ډیپلوماتان او یو شمېر افغانان ووژل شول. افغان حکومت په پاکستان کې مېشت طالبان تورن کړل چې دا برید یې کړی دی.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت مشرمحمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر عبدالسلام رحیمي هم مله دي.

معلومه نه ده چې ولسمر غني د څو ورځو لپاره اماراتو ته تللی دی.

متحده عرب امارات پر پاکستان او سعودي سربېره، د طالبانو " اسلامي امارت" په رسمیت پېژنده او اوس هم داسې ویل کیږي چې ځينې لوړ پوړي طالب مشران اماراتو کې ژوند کوي او یا هم په اسانۍ سره دغه هېواد ته تګ راتګ کوي.

راپورونه وايي چې متحده عرب امارات لا هم پر ځینو طالب مشرانو نفوذ لري.

XS
SM
MD
LG