د لاس رسي وړ اتصالات

غني، عبدالله د ملګرو ملتونو غونډې ته استوي


داسې اوازې دي چې ولسمشر ناروغه دی، خو د هغه د ویاند مرستیال دا خبرې تشې اوازې وبللې.
داسې اوازې دي چې ولسمشر ناروغه دی، خو د هغه د ویاند مرستیال دا خبرې تشې اوازې وبللې.

د ملګرو ملتونو په ۷۰ عمومي اسامبلې کې چې دا میاشت په نیویارک کې کیږي، د افغانستان په استازیتوب د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون کوي.

پدغو غونډو کې معمولا د حکومتونو مشران ویناوې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل "جناب ډاکټر صاحب په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمایندګي کوي، د هغوی د سفر ټول ترتیبات نیول شوي او په ټولو غونډو کې به برخه اخلي، جناب ډاکټر صاحب ډېره مننه چې ومو منله چې د افغانستان د دولت او ملت استازیتوب وکړﺉ".

د به لمړی ځل وي چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت یو مشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي.

ولسمشر ناروغه ندی

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د هغه نه ګډون په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې لا پسې زیاتې کړې، چې د ولسمشر صحت ښه نه دی.

په خپرې شوې ويډیو کې ولسمشر غني ‌ډېر ستړی او د معمول خلاف نا ارامه ښکاري.

خو، د هغه د ویاند مرستیال، ظفر هاشمې دا خبرې تشې اوازې وبللې.

ښاغلي هاشمي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " تاسو په خپله په ویډیو کې ولسمشر ګورﺉ چې رک روغ دی، خلک تشې اوازې خپروې. ولسمشر غواړي چې فقط اختر په افغانستان کې تېر کړي بله هېڅ کومه خبره نشته او په همدې خاطر په خپل ځای اجرايي ریس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته استوي".

خو، ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د ولسمشر صحت ښه نه دی او ډاکټرانو ورته ویلي چې اوږده سفرونه ونکړي.

څه موده وړاندې، ولسمشر غني په جرمني کې د خپلې پښې عملیات وکړل او تراوسه هم له لکړې سره ګرځي.

د افغانستان نوی سفیر

ټاکل شوې چې په عمومي اسامبله کې د اجرايي مشر عبدالله عبدالله له ګډون سره سم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نوی استازی، محمود صیقل، هم خپل کار پیل کړي.

تر دې وړندې ظاهر طنین په دغه سازمان کې د افغانستان استازی و، چې هغه اوس په کوسوو کې د دغه سازمان ځانګړی استازی دی.

محمود صیقل، په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله کلک پلوی و او دغې نوی دندې ته هم هغه معرفی کړی دی.

د ملي یوالي د حکومت د تشکیلاتو او دندو د وېش پر اساس، ولسمشر غني په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب ټاکلی دی.

دا د ملګرو ملتونو ۷۰مه غونډه ده، چې ټاکل شوې د دغه سازمان په د میلیونیم او نورو پراختیايي پروګرامونو په اړه په کې بحثونه وشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG