د لاس رسي وړ اتصالات

کوبیش: د قرآن شریف د سپکاوي په پېښه کې دي تورنو کسانو ته سزا ورکړل شي


د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي استازي نن غوښتنه وکړه چې هغو آمریکایې عسکرو ته دي سز ورکړل شي چې په کابل کې یې د آمریکا په ېوه پوځي اډه کې تېره اونۍ څو جلدونو قرآن کریم ته اور واچوه. ددغې پېښې نه وروسته په افغانستان کې خلکو د هیواد په ډیرو ولایتونو کې مظاهرې وکړې چې په نتیجه کې یې ٣٠ تنه مظاهره کوونکي په ډزو کې ووژل شول.

داسلام آباد نه دآمریکا غږ خبرېال براېن پیډن په خپل رالېږلي رېپوټ کې واېې چې د ملگرو ملتونو دعمومي منشي خاص استازي یان کوبیش نن په کابل کې یوه خبرې کانفرانس ته د خپلې وینا پر مهال دغه غوښتنه کړې او هڅه ېې کړې چې خپل سازمان د قرآن کریم د سوځولو د پیښې نه وروسته دراپورته شوي جنجال نه لیرې وساتي.

کوبېش وویل پوځ په غلطۍ سره د قرآن پاک دبې حرمتۍ عمل ته جازه ورکړه چې مونږ یې په ملگرو ملتونو کې ډېر خپه کړو.

کوبیش وویل چې د آمریکا پوځ په دې اړه تحقیقات کوي او شاید چې دپوځ د قانون پر اساس به هغو عسکرو ته سزا ورکړي چې دغه جرم ېې کړې دی. د ملگرو ملتونو دعمومي منشي خاص استازي هغه تشدد هم وغانده چې ددغې پېښې نه وروسته په افغانستان کې رامنځ ته شو خو زیاته ېې کړه چې زیاتره مظاهرې سوله اېزې وې.

XS
SM
MD
LG