د لاس رسي وړ اتصالات

مرستندویه ټولنو له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې


د امنیت شورا د روان کال د مارچ په ۱۶، د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت بیا نوی کړ.
د امنیت شورا د روان کال د مارچ په ۱۶، د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت بیا نوی کړ.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د رول د ارزولو په مقصد وروستۍ غونډه په کابل کې وشوه چې، په کې د ملگرو ملتونو او نړیوالې مرستندویه ټولنې استازو افغان لوري ته د خپلو مرستو د دوام ژمنې تازه کړې.

تر دې مخکې د همدغه کال د مارچ په ۱۶، د امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما ماموریت بیا نوی کړی و چې په تعقیب یې بیا د درې اړخیزې بیا کتنې کمیسیون رامنځ ته شو.

په وروستۍ غونډې کې د یوناما مشر نیکولاس هیسم وویل "ملګري ملتونه به د خپلو لومړیتوبونو او د افغانستان د خلکو د پیاوړتیا لپاره له افغان حکومت سره نږدې همکاریو ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو لپاره ډیره مهمه ده، چې د نړیوالې ټولنې د پرلپسې مرستو او پاملرنې د راجلبولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې په غونډې کې د افغان حکومت استازیتوب کاوه وویل چې باید دوه اړخیزه حساب ورکوونه پراخه شي، د افغان حکومت په مشرۍ او د افغان ولس له هیلو سره سم د یوناما کارونه تنظیم شي.

د غونډې په پای کې د بیا کتنې درې اړخیز کمیسیون په یوه گډه اعلامیه کې ویلي دي چې دا کمیسیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان اهمیت او ارزښت ته پام کوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د روانو چارو په اړه اروزنه او راپور د سپتمبر تر غونډې مخکې د امنیت د امنیت شورا ته وسپاري.

د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د ٢٠٠٢ کال د مارچ په ۲۸ د افغانستان د دولت په غوښتنه، یوې تلپاتې سولې ته د رسیدو او دوامداره پرمختیا لپاره د افغانانو سره د مرستې په مقصد د امنیت د شورا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک له مخې رامنځ ته شو.

XS
SM
MD
LG