د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکي خلکو وژل کیدل د منلو وړ ندي، یوناما


په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ماموریت ( یوناما ) وایي چي په دې هیواد کي د ملکیانو د تلفاتو کچه لا همداسي لوړه پاته او د نه منلو وړ ده، که څه هم چي ددې کال په لومړیو څلورو میاشتو کي په شخړو او جګړو کي په مرګ ژوبله کي ٢١ فیصده کموالی اعلان سوی و.

یوناما په یوه رپوټ کي چي پرون د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي دي چي ٢٠١١ کال په پرله پسې ډول پنځم کال و چي په افغانستان کي د ملکیانو د وژل کیدو کچه لوړه وه. په دې رپوټ کي ویل شوي دي چي تیر کال څه د پاسه ٣٠٠٠ ملکي خلک وژل سوي دي چي درې برخي تلفات یې د حکومت په ضد قواو سره د جګړو په اړه وو.

دغو دوامدارو جګړو دا اندیښنې زیاتي کړي دي چي افغان قواوي به دا قابلیت ولري چي کله چي په ٢٠١۴ کال کي د ناتو زیاتره قواوي له افغانستان نه ووځي، د دغه ملک امنیت وساتي.

د ( بروکینګز د مؤسسې ) د خارجي پالیسۍ لوړ پوړی چارواکی ( مایکل او هان لان ) وایي چي دی دا توقع نه لري چي په نژدې اینده کي دي د جګړو په ارتباط د خلکو وژني کمي سي.

" زه دې ته خوشبین نه یم چي په راتلونکو دوو یا درو کالو کي دي د ملکیانو په وژلو کي کموالی راسي. زه فکر کوم چي که طالبان دا فیصله وکړي چي د سولي په خبرو کي به جدي وي، نو دا هیله را پیدا کیداي سي چي کله چي موږ د امنیتي چارو مسئولیت خپله افغانانو ته ورسپارو، د خلکو وژني زیاتي نه شي."

له بلي خوا افغان چارواکو ویلي دي چي پرون د پنجشنبې په ورځ د بمونو په چاودنو کي لږترلږه اووه پولیسان وژل شوی دي.

د کندهار د والي یوه نطاق وویل چي په ارغستان کي د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته کي د موټر بم چاودني لږترلږه پنځه پولیسان ووژل.

افغان چارواکو وویل چي یوه بله چاودنه په جلال اباد کي د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته کي وسوه او دوه پولیسان یې ووژل

XS
SM
MD
LG