د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه اروپا ته د مخدره توکو د قاچاق عمده لار


ملگري ملتونه وایي د افغانستان د کلني خالص ملي عاید څخه د مخدره توکو د قاچاق کلنی عاید زیات دی.
ملگري ملتونه وایي د افغانستان د کلني خالص ملي عاید څخه د مخدره توکو د قاچاق کلنی عاید زیات دی.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې په خپل یو نوي رپوټ کې ويلي دي چې هر کال د ٢٨ ملياردو ډالرو په ارزښت هيروين او ترياک له افغانستان څخه د بالکان د سیمې د هیوادونو له لارې لوېديځې اروپا ته قاچاقېږي.

د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ په ويانا کې خپل رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې ویل شوي چې د مخدره توکو دغه قاچاق د افغانستان د خالصو داخلي عوايدو په نسبت چې تېر کال ٢١ مليارده ډالره وو، زيات عوايد دي.

د بالکان حوزه د نړۍ په کچه د هيروئينو د قاچاق يوه له عمده لارو څخه ګڼل کېږي چې له ايران او ترکیې څخه لومړی دغې سیمې او بیا ايټاليا ته او وروسته د لويديځې اروپا هېوادونو ته رسول کېږي.

رپوټ وایي د هیروئینو څلور ستر اروپایي مارکیټونه په فرانسه، برتانیه، جرمني او ایټالیا کې دي چې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو د عمده عاید نیمایي پیسې په همدې هیوادونو کې ترلاسه کوي.

داسې څیړنې هم شته چې وایي د هیروئینو او اپنو منفي اقتصادي اثرات له افغانستان څخه په اروپا او د بالکان د حوزې پر هیوادونو زیات دي.

همداشان ویل شوي چې ایران او ترکیه هغه دوه هیوادونه دي چې اروپا ته د قاچاق کیدونکو هیروئینو او اپنو زیاته فیصدي له دې لارې تیریږي.

هر کال ١٥٥ ټنه هیرئین او اپن د ایران او ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته قاچاق کیږي چې ایران ددې جملې څخه ٣٠ فیصده او ترکیه ١٧ فیصده کشفوي او نیسي. په داسې حال چې نور ټول اروپایي هیوادونه په خپله خاوره کې یواځې شپږ فیصده هیروئین ضبطوي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې اداره له هغو هیوادونو څخه چې د مخدره موادو د قاچاق لار ورڅخه تیریږي غواړي چې خپل سرحدونه وڅاري او د مخدره توکو د قاچاق او قاچاق وړونکو په هکله خپل اطلاعات په بېړه سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG