د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي روزگان کې یې١۴ یاغیان ووژل


ناټو وايي روزگان کې یې١۴ یاغیان ووژل
ناټو وايي روزگان کې یې١۴ یاغیان ووژل

ناټو وايی چی دایتلاف قواو ١۴ یاغیان داروزگان ولایت په دوه جلا نښتوکی وژلی دی. چارواکی وايي چی دایتلاف یوی گزمی د یکشنبی په ورځ د هوايي قوی غوښتنه وکړله چی هغه یاغیان وځپی چی له دوی سره یی په وړو وسلو او ماشینگڼؤ باندی جگړه وکړله.

په دغه هوايي برید کی دری یاغیان ووژل شول. په یوه بله جلا نښته کی ، دایتلاف قواو بیا دهوایی قوی د مرستی غوښتنه وکړله.

هغوی د ١٥ یاغیانو یوه غونډه تشخیص کړی وه . په دغه هوايي برید کی ١١ یاغیان ووژل شول.

رپوټ وايي چی ناټو داهم تصدیق کړیده چی ددوی عسکرو په کندهار کی دارغنداب اولسوالی لپاره دتسهیلاتو برابروونکی نیولی دی.

دغه سړی د وسلو اونورومهمات انتقال د طالبانو دقوماندان لپاره چی په دغه سیمه کی عملیات کوي، برابراوه.

XS
SM
MD
LG