د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وایي دیرش جګړه ماران یې وژلي دي


ناټو وایي دیرش جګړه ماران یې وژلي دي
ناټو وایي دیرش جګړه ماران یې وژلي دي

د ناټو په مشرۍ نړیوالې قواوې وایي چې نن د شنبې په ورځ سهار وختي یې د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې په یوې جګړې کې لږ تر لږه دیرش تنه جګړه ماران وژلي دي.

جګړه مارانو د نړیوالو قواوو په یوې پوستې باندې برید کړی ؤ چې له همدې امله جګړه ونښته. ناټو وایي چې جګړه مارانو له هرې خوا نه د راکټونو، سپکو وسلو او هاوان ډزې کولې.

ناټو په یوې اعلامې کې ویلي دي چې عسکرو یې د هوایي برید غوښتنه وکړه چې د یاغیانو حمله په شا وتمبوي.

په اعلامیه کې ویل شویدي چې پدغې جګړې د ناټو لږ تر لږه پنځه تنه عسکر زخمې شویدي مګر هیڅ کوم عسکر پکې وژل شوی ندی.

XS
SM
MD
LG