د لاس رسي وړ اتصالات

په لوګر کې ولسي خلک چا ووژل


د لوګر ولایت چارواکي وایي چې د "ځمکې پر سر د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ شخړې کې د دوو ولسي خلکو د وژلو په تور یې ۱۹ کسان" نیولي دي.

دا ولسي خلک څو ورځې مخکې ووژل شول. د لوګر د والي ویاند سلیم خان صالح وايي چې له دغو کسانو سره یې ۱۹ میله وسله هم نیولې ده.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل "دغه کسان ځانونه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال دوستم کسان بولي، خو د ښاغلي دوستم دفتر دا خبره رد کړې ده. تحقیقات روان دي، چې معلومه شي ولسي خلک چا وژلي دي".

خو د وژل شویو د کورنۍ غړي وايي"برید د لوګر د والي ،حلیم فدايي، په لارښونې، افغان ځواکونو او په خپله د فدايي ساتونکو کړی دی".

اصلي کیسه څه ده؟

په لوګر کې چارواکي وايي چې د محمد آغې په ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۲۵۰ جریمه حکومتي ځمکه ده، چې محکمې پرېکړې کړه وه د حکومت تر واک لاندې یې راولي.

د والي ویاند وايي "امنیتي ځواکونه د محکمې پرېکړې سره یو ځای ولاړل چې هلته ځینې جوړې شوې سنک کارۍ ورانې کړې، خو د سیمې خلکو ډزې وکړې او د سرک جوړونې یو ګاډی یې هم وسوځوه او د والي ساتونکو ډزې نه دي کړي".

مګر، د سیمې خلک او د وژل شویو خپلوان دا خبره نه مني. د وژل شویو ولسیانو یو خپلوان شاهین نیازي امریکا غږ اشنا ته وویل "هیچا ډزې نه دي، امنیتي ځواکونه او د والي ساتونکي راغلل، زموږ د شخصي ځمکو سنګارۍ یې ورانې کړې او په کورونو کې په خلکو ډزې وکړې. زما یو وړکی تره زوی او د تره ښځه یې په کور کې راته شهیدان کړل او یو بل خپلوان یې زخمي کړ".

نوموړي وویل چې د لوګر پخواني والي عتیق الله لودین په دغې سیمې کې د حکومتي ځمکو او شخصي ځمکو بریدونه معلوم کړي وو او کرښه یې ټاکلې وه چې "موږ په خپلو ځمکو کې سن کارۍ کړي دي".

هغه وايي ولسمشر غني ورسره تماس نیولی او د دوی مشران یې کابل ته ورغوښتي چې ستونزه حل کړي، خو هغه ټېنګار وکړ چې تر اخره به" انصاف او عدالت " غواړي.

د ټولنیزو رسنیو ځینو افغان فعالانو هم دا مسئله پورته کړې او" حکومتي ځواکونه" یې غندلي چې ولسي خلک یې وژلي دي. خو د والي ویاند وايي له تحقیقاتو وروسته به خبره معلومه شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG