د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر د تفنن لپاره د افغانانو په وژلو تورن شوي


د امریکا یوې درنې ورځپاڼې ویلي دي د امریکا یوې ډلې عسکرو افغان ملکیان په نښه کړي او بې موجبه یې وژلي دي.

واشنگټن پوست لیکي، د پوځ اسناد وايي چې د یوې قطعې نا اهلو غړو چې د سټرایکر د پنځمې محاربوي کنډک او د پلي د فرقې پورې تړلي دي، د تیرې جنورۍ په میاشت کې د لوبې په ډول هغه افغان چې د کندهار د میوند ولسوالۍ د لا محمد په کلي کې دغو عسکرو ته نژدې کیده وواژه.

ورځپاڼه لیکي عسکرو د سړي په رانژدې کیدلو سره یو لاسي بم گزار کړ، گواکې داسې یې وښودله چې تر برید لاندې راغلل او بیا یې په سړي باندې ډزې وکړې او مړ یې کړ.

د جنورۍ د میاشتې دغه حمله د یوې میاشتې په موده کې په افغان ملکيانو باندې د امریکايي عسکرو د ساعت تیری لپاره د وژنې پیل و او د واشنگټن پوسټ د راپور سره سم، د ٢٠٠١ کال دافغانستان د یرغل له وخته راهیسې د امریکايی عسکرو په اړه ډیر کرغیړن تورونه دي چې لگیدلي دي.

په دې تورونو کې د مړو د بې عزته کولو، د بدن د غړو د پرې کولو، د مړو نه د عکاسۍ او د کوپړیو اونورو انساني هډوکو نه د نښو په حیث کار اخیستل شامل دي.

ورځپاڼه وايي، د امریکايي قطعې پنځه غړي په کندهار کې ددریو وژنو په ارتکاب او اوه تنه نور هم د همدې قضیې په اړه تورن شوي دي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې پوځ په کراتو د عسکرو د پلرونو دا غوښتنه چې ددوی د زمنو نه په دې برخه کې تحقیقات وشي په نظر کې نه دی نیولی.

ورځپاڼه لیکي هغه عسکر چې پوځ ته د لوبې په ډول د خلکو د وژلو نه خبر ورکړی ؤ د قطعې د نورو تورنو عسکرو لخوا وهل ټکول شوی دی.

پوست وايي د پوځ د محکمې له اسنادو او د هغو خلکو سره د خبرو نه چې د قضیې په اړه معلومات لرل، داسې ښکاري چې دغه قتلونه یواځې د تفنن او ساعت تیرۍ لپاره او د هغو عسکرولخوا چې شرابو او چرسو سره یې ډیره علاقه وه ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG