د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکا د ۲۳ ملکي افغانانو د وژلو مسولیت منلی


د امریکا اردو ویلي دي چی هغه کسان د یوې بې پیلوټه الوتکي د حملې مسئول دي چی په ریموټ کنټرول یې کار کاوه. په دې حمله کی چی د سږکال په سر کی وسوه ٢٣ ملکي خلک ووژل سول.

دا خلک د فیبروري په یوولسمه د روزگان په ولایت کی هغه وخت ووژل سول چی عسکرو د طالبانو په گمان د هغوی په موټرو باندي د راکټونو ډزي وکړې.

په هغه رپوټ کی چې د فیبرورۍ د ۲۱ مې د پېښي د تحقیقاتو په باب خپور سوی ویل سوي دي چی هغو کسانو چی د بې پیلوټه الوتکي عملیات یې کول هغو اطلاعاتو ته چندان توجه ونه کړه چی ویل یې په دغو موټرو کی ملکي خلک دي.

په رپوټ کی ویل سوي دی چی د الوتکي عملې وروسته د محلي پوستو قوماندانانو ته غیر دقیق اطلاعات ورکړل او هغوی هم پېښه په سمه توگه ونه څیړله.

په افغانستان کی د امریکایي قواو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي میک کریسټل په بې باکۍ سره د ملکي خلکو وژل « ډیر غمجن او زړه دردونکي » وبلل او ویې ویل چی داسي پېښي په افغانستان کی د امریکا د ماموریت په باب د هغه ملک د خلکو باور ختموی.

په رپوټ کی ویل سوي دي چی ددې پېښي په وجه جنرال مکریستل څلورو لوړ رتبه او دوو ټیټ رتبه عسکري صاحب منصبانو ته توبیخي سزاگاني ورکړیدي .

له بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چی یوه ځان مرگه بم چونکي نن په کابل کی ځان په بم والوځاوه، مگر نور څوک یې نه دي وژلي.

دا چاودنه د خوراکي موادو یوه مارکیټ ته نژدې وسوه. دغه مارکیټ خارجي قواو ته مواد رسوي.

XS
SM
MD
LG