د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا سفیر وايي د طالبانو سره د سولې بهېر په ټپه ولاړ دی


په افغانستان کې دامریکا سفیر جمیز کننگهم وايي دامریکا مِتحده ایالات غواړي چې له طالبانو سره په ټینگه د سولې مذاکرات وکړي خو تراوسه پورې ممکن شوی ندی چې دا بهېر پیل کړی شي.

جېمز کننگهم نن د پنجشبنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا د افغانستان د حکومت لپاره ډېره مهمه ده چې د سولې دغه بهیر پیل کاندي او بهترین نتایج ترلاسه کړي. خو هغه دا ومنله چې دغه بهیر تراوسه پورې لا په ریښتیني ډول پیل شوی ندی.
له طالبانو سره غیر رسمي خبری د تېرکال په مارچ کې پیل شولې خو کومې پایلې ته ونه رسېدلې.

په داسې حال کې چې د بل کال په اخر کې یعنی 2014 م کال د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات راروان دي او په همدغه کال کې دامریکا اوناټو قواوې هم له افغانستان څخه وزي، افغانستان او دهغه نړېوال انډېوالان په رېښتينی توګه غواړي چې د سولې بهیر له طالبانو سره په ټینګه ، پرمخ بوزي چې دافغانستان له ېوې لسېزې نه هم اوږده شخړه پای ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG