د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت ته متعهد دی


د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت ته متعهد دی
د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت ته متعهد دی

د بلومبرگ خپرونه د امرېکا ددفاع وزارت له قوله وايی دافغانستان په برخه کې به امریکا په خپله ستراتېژۍ په ټېنگه عمل وکړي.

بلومبرگ د پنټاګون په حؤاله لېکی چې په افغانستان کې به دامرېکا پر پوځونو بزدلانه برېدونه چې په هغو کې دموټر بم هغه حمله شامله ده چې نهه افغانان ېې ووژل او دوه امرېکاېې عسکرېې زخمی کړل، له دېنه اېسار نکړي چې دوی خپل پلان عملي نکړی شی.

د پنټگان نطاق جورج لېټل ووېل ((موږ دزرگونو افغانانو سره څنگ په څنگ هره ورځ کار کوو چې په دغه هېواد کې شراېط ښه شي.)) هغه خبرېالانو ته پرون ووېل چې دقران د سوځولونه وروسته، له ېوې اونی راهېسی خونړی مظآهری رواني دي او دا پېښه ددې سبب شوه چې د امرېکا پرعسکرو په دغه جنگ ځپلی هېوا د کې برېدونه وشی. هغه څه چې په تېره اونۍ کې پېښ شول هغه به موږ دخپل هدف نه اېسار نکړي.

دامرېکا په مشرتابه اېتلاف هدف دادی چې طآلبان کمزوري کړي چې هغوی د سولې خبرو ته اړشي ، په داسی حآل کې چې دافغانستان د پوځ او پولېسو روزنه کوی چې د 2014 م کال تر پای پورې امنېت ښه شی.

بلومبرگ په پاې کې لېکې چې د تېری اونی پېښی او مظاهری داوباما داداری دغه ادعا چې په افغانستان کې امنېت مخ په ښه کېدودی، له پوښتنی سره مخامخ کوی.

نور تفصېل :

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکي وایی چی د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ماموریت ته متعهد دی. په افغانستان کی د څو ورځو راهیسی مظاهری او په بهرنی قواوو باندی بریدونه کیږی چی په دغه لړ کی ۴۰ کسان وژل سوی دی. په وژل سوو کسانو کې څلور تنه یی امریکایان دی.
د پنټاګون چارواکو پرو ن وویل چی د امریکا په مشری د ایتلاف د قواوو پرسونل به د افغان امنیتی قواوو روزنی ته ادامه ورکړی.

په افغانستان کی ورسته له هغه نه چی راپورونه خپاره سوه چی په یوی امریکایی اډی کی قران شریفونه سوځول سوی وو، په افغانستان کی تاوتریخوالی ډیر سوی دی. دغه پېښی بیا په افغانستان کی د امریکایی قواوو د دوامداره حضور په اړه پوښتنی پیدا کړی دی.

د پنټاګون، ویاند، جورج لیټل نن ویل چی د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په دی باوردی چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ اساسات د پخوا په شان دې او تغیر پکښې نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG