د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان د امریکا په انتخاباتو کې ډېر یاد نه شو


د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین پرمهال افغانستان ډیر لږ یاد شو. د دواړو کاندیدانو په بیلابیلو ویناګانو کې افغانستان هیڅ ذکر نشو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست دپاره د لومړي کمپاین پرمهال د هغه مهال سناتور بارک اوباما استدلال کوي چې د افغانستان جګړه د عراق د جګړې په خاطر د پامه غورځول شوی دی.

ښاغلي اوباما ویل چې "زه به د ولسمشر په صفت د طالبانو او القاعدې پرضد جګړه خپل په غټو لومړیتوبونو کې راولم. مونږ باید د افغانستان جګړه وګټو."

اته کاله وروسته او افغانستان ته د سلو زرو امریکايي عسکرو د ورتلو وروسته چې اوس دغه شمیر شاوخوا ۱۰ زرو امریکايي عسکرو ته راکښته شوی دی، د افغانستان د جګړې د ګټلو په هکله ډیر لږ بحثونه کيږي.

د افغانستان حکومت اوس هم په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو سره په جګړه اخته دی او ولسمشر اوباما اوس وايي چې د امریکا راتلونکی ولسمشر یا ولسمشره چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په میاشت کې به خپل کار پیلوي، د افغانستان په هکله به خپله وروستۍ تګلاره بیانوي.

خو نه ډموکراتې کاندیدې هیلري کلینټن او نه هم جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالد ټرمپ د افغانستان په هکله واضیح دریځ بیان کړی دی چې د جمهوري ریاست د ګټلو وروسته به په افغانستان کې څه کوي. حتی په خپله د افغانستان موضوع د کاندیدانو له لوري په ډیر ندرت سره په تیرو ۱۸ میاشتو کې خاصتا په تیرو ۸ میاشتو کې کله چې د فیبرورۍ په میاشت کې د آیوا ایالت څخه د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات رسما پيل شول، یاده شوې ده.

د افغانستان په هکله د کلینټن او ټرمپ پالیسي

سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د پخوا په مقایسه خپل سرتیري کم کړي دي خو امریکا اوس هم په افغانستان کې دخیله ده.

ولسمشر اوباما د امریکا د ۲۰۱۷ کال په بودیجه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیر دپاره ۳،۴ میلیارده ډالره غوښتنه کړې ده او خپل ځای ناستي ته یې توصیه کړې چې تر ۲۰۲۰ کال پوري د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل دپاره بودیجه ورکړي.

ترمپ د افغانستان په هکله لږ معلومات لري، خو هیلري هڅه کوي چې د اوباما تګلاره تعقیب کړي
ترمپ د افغانستان په هکله لږ معلومات لري، خو هیلري هڅه کوي چې د اوباما تګلاره تعقیب کړي

اوس هم د امریکا پوځي روزنکي افغان امنیتي ځواکونه روزي او د امریکا الوتکې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي عملیات ترسره کوي.

میرمن کلینټن د افغانستان د ماموریت په هکله ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو د پریکړې سره چې ولسمشر اوباما کړې، موافقه ده خو دا یې نه دي ویلي چې کله ولسمشره سي نو د افغانستان په هکله به یې پلانونه څه وي؟

د میرم کلینټن د کمپاین په ویب پاڼه کې هم د افغانسستان په هکله د کوم پلان ذکر نه دی سوی.

تیر کال د نومبر په میاشت کې د اسلامي دولت د ډلې سره د مبارزې په هکله په یوې بیانیې کې میرمن کلینټن وویل چې افغانستان باید د خپل امنیت په برخه کې لازیات مسولیت واخلي.

هغې وویل چې "په تیرو ۱۵ کلونو کې چې مونږ په عراق او افغانستان کې دخیل وو هغه څه چې مو زده کړي دي دا دي چې سیمه ایز خلګ او هیوادونه باید خپل د ټولنو امنیت په خپله خوندي کړي. مونږ کولای سو چې مرسته ورسره وکړو خو د هغوي کار هغوي ته نسو کولای."

کله چې میرمن کلینټن د خپل ګوند له خوا رسما د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست دپاره نومانده اعلان سوه، نو د پالیسۍ په برخه کې یې یوه جامع وینا وکړه. په دې وینا کې هغې حتی د افغانستان ماموریت یو ځل هم ذکر نه کړ.

دغه راز د هغې په ویب پاڼه کې د پالیسۍ په برخه کې زیات شمیر مقالې لیکل سوي دي چې په کښي بیلابیل موضوعات څیړل شوي دي، خو د افغانستان په هکله د راتلونکو پلانونو په تړاو هیڅ شی نسته.

ټرمپ بیا د افغانستان په برخه کې خپل افکار په مستقیم ډول بیان کړي دي او ځیني وخت یې لا ویلي دي چې په کار ده د افغانستان څخه امریکا په بشپړ ډول راووځي.

د۲۰۱۳ کال د جنورۍ په میاشت کې هغه په خپل ټویټر کې ولیکل چې امریکا باید ژر تر ژره د افغانستان څخه راووځي.

ترمپ یو وارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه
ترمپ یو وارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه

د تیرکال د اکټوبر په میاشت کې ښاغلي ټرمپ سي ان ان ته وویل چې د افغانستان جګړه یوه اشتباه وه او ویره لري چې امریکا به په افغانستان کې بنده پاته سي.

نوموړي وویل چې ،، آیا مونږ کله هم د افغانستان څخه راوځوو؟ .آیا مونږ به په هغه هیواد کې د ۲۰۰ کلونو دپاره پاته یوو؟ مونږ د اوله سره غلطي وکړه چې هغه هیواد ته ولاړو. زمونږ مشران په دې نه پوهیدل چې په کوم جنجال کې ځان اخته کوي.،،

د تیرکال د اکټوبر د میاشتې په ورستیو ورځو کې بیا ښاغلي ټرمپ سي ان ان ته وویل چې هغه فکر نه کوي چې امریکا افغانستان ته په تګ سره اشبتاه کړې ده بلکې امریکا باید په عراق کې ځان نه وای ښکیل کړی.

آیا دا د افغانستان په ګته وه چې په انتخاباتو کې یاد نسو؟

جان سي فورټیر، د بایپارتیسن د پالیسي د مرکز د ډیموکراسي د پروژې مشر وايي چې پخوا چې پر افغانستان باندې تمرکز و دلیل یې دا و چې هغه وخت سیاسي مباحثه پر دې وه چې آیا عراق ته د امریکا تګ یوه غلطي وه او که نه چې په لړ کې یې د امریکا د پوځ توجو پر دوو برخو وویشل سوه او په افغانستان کې ستونزه زیات سوه.

فورټیر داسې وویل "په ۲۰۰۸ کال کې زما په فکر په افغانستان کې زمونږ نقش په انتخاباتي مبارزو کې ډیر یادیدی او یو دلیل یې هم دا و چې په هغه وخت کې ولسمشر بوش د شهرت له لحاظه کمزوری و او ډموکراتانو په مجموع کې او ولسمشر اوباما په ځانګړي ډول استدلال کوي چې د عراق جګړه په هغه څیر چې مونږ غوښتل پر مخ نه ولاړه او باید چې مونږ په افغانستان کې د هغو منابعو څخه کار اخیستی وای."

خو اوس بیا جمهوري غوښتونکي په دې ورستیو کلونو کې د ولسمشر اوباما د افغانستان پر تګلارې باندې انتقاد کوي او د هغه پر هغې پریکړې انتقاد کوي چې په لړ کې یې په تدریجي ډول امریکايي عسکر د افغانستان څخه راووتل.

د دغو جمهوري غوښتونکو استدلال دا دی چې دغه راز تګلاره طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې واشنګټن د افغانستان جګړې ته ژمن نه دی.

هیلري ویلي چې امریکا له افغانستان سره ده، خو هغوی بیا خپل امنیت په خپله وساتي
هیلري ویلي چې امریکا له افغانستان سره ده، خو هغوی بیا خپل امنیت په خپله وساتي

خو د بروکینګس انستیتوت د بهرنۍ پالیسۍ د مرکز مشر، مایکل اوهانلن بیا وايي چې د ولسمشر اوباما منتقدین په خپله د افغانستان په برخه کې کوم بدیل نلري چې د پالیسۍ په سطحه یې وړاندې کړي

اوهانلن داسې وايي "سره له دې چې هیڅوک خوشحاله نه دي چې مونږ په افغانستان کې دا دی ۱۵ کاله کیږي چې ښکیل یوو خو داسې هم نه ده چې څوک دي داسې کومه فوق العاده مفکوره ولري چې بدیل سي او په لړ کې یې یا مونږ خپل حضور زیات کړو یا په بشپړ دول راووځو."

خو اوهانلن وايي چې دا چې افغانستان د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یاد نشو ښه خبره ده.

هغه داسې وايي " د یوه داسې کس په څیر چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ کوم، زه په حقیقت کې خوشحاله یم چې د افغانستان مسلې ته د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو د کمپاین پرمهال پاملرنه ونسوه ځکه زه مطمین نه یم چې زیاته پاملرنه به د افغانستان په هکله بحث لازیات قوي کړي. ددې امکان سته چې کاندیدان مبجوره شوي وای چې په کمپاین کې د ملاتړ د ترلاسه کولو پاره یې او د خپل سیال په مقایسه د ښه بریښیدلو دپاره یې یوه داسې خبره کړې وای چې په لړ کې مبجوره شوي وای چې ووايي په افغانستان کې ماموریت په ټپه ختموي چې دا کار کیدای سوای د افغانستان په ګټه نه وای او د پالیسۍ په کچه به يې نتایج بد وای."

د افغانستان او نور هیوادونو سیالي

په داسې حال کې چې د اسلامي دولت د ډلې ګواښ، په سوريې کې جګړه، د روسیې سره اندیښنې او د چین سره سیالي د امریکا د بهرني سیاست په لوړو لومړیتوبونو کې راځي، ځیني وايي چې دا طبیعي ده چې پر افغانستان باندې د امریکايي چارواکو تمرکز کم سوی دی.

د راند د تحقیقاتي مرکز د نړیوال امنیت او دفاعي پالیسۍ د مرکز مشر سید جونس داسې وايي"افغانستان اوس د زیات شمیر نورو هیوادونو سره په سیالۍ کې دی چیري چې امریکا ښکیله ده. امریکا د عراق سره سیالي لري چې په دې ورستیو کې زیاته توجه ورته کیږي. د سوریې سره سیالي لري دغه راز د لیبیا سره سیالي لري او په اروپا کې د تروریزم د مسلې سره سیالي لري چې په دې ورستیو کې په پاریس، بروسیلس، ترکیې او نورو سیمو کې تروریستي حملې وسوې."

نوموړي زیاته کړه دا چې افغانستان د امریکا د ۲۰۱۶ د انتخاباتو په بهیر کې یاد نشو ددې څرګندونه کوي چې په امریکا کې عام خلګ د افغانستان د جګړې څخه خسته شوي دي.

د داعش مسله ښايي افغانستان بیا مطرح کړي

د امریکا د سمندري ځواکونو د پوهنتون د منازعاتو د مرکز مشر او پروفیسور ټامس جانسن بیا وايي چې یو دلیل یې چې افغانستان د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې په ندرت سره یاد سو دا دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر لږ سوی دی او اوس یواځي شاخوا ۸ زره سرتیري په افغانستان کې پاته دي.

امریکا له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، چې طالبان، داعش او نور ترهګر مات کړي
امریکا له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، چې طالبان، داعش او نور ترهګر مات کړي

هغه داسې وایي "کله چې تاسی د امریکا په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو مباحثو ته غوږ شی، افغانستان زما په فکر یواځي یو واري یا دوه واري یاد شوی دی او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د افغانستان په هکله ډیر لږ معلومات لري. ما یواځي د هغه یوه مرکه اوریدلې ده چې د هغه څخه د افغانستان په هکله پوښتنه کیږي او هغه وايي چې ستونزه اصلا په افغانستان کې نه بکلې په پاکستان کې ده."

پروفیسور جانسن زیاتوي چې کلینټن او ټیم یې هم پر افغانستان باندې تمرکز ونکړ او یو دلیل یې هم دا و چې د اسلامي دولت د ډلې حملو د عوامو پاملرنه ځان ته جلب کړې ده. خو پروفیسر جانسن وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت رابرسیره کیدل ښايي بیرته أفغانستان د امریکا د پالیسي په برخه کې د بحثونو مرکز ته راولي.

ولسمشر غني: افغانستان اوس هم نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

په افغانستان کې امنیتي وضیعت اوس هم د اندیښنې وړ ده او حکومت نسبتا کمزوری دی. په یوه وروستي ریپوټ کې چې د روان کال په پیل کې خپور سو، د امریکا پوځي کارپوهانو وویل چې حکومت د جنورۍ او مې د میاشتو ترمنځ د افغانستان د ټولې جغرافیې پنځه فیصده کنټرول د لاسه ورکړی دی.

دغه راز امریکايي پوځي جنرالانو د افغان ملي امیني ځواکونو د تلفاتو په هکله هم اندېښنې څرګندي کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو تلفات زیات سوی دي او دلیل یې هم د ځواکونو په مشرتابه کې کمزوري ده.

ولسمشر غني د بروګسل په کنفرانس کې نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې له فساد سره به مبارزه کوي
ولسمشر غني د بروګسل په کنفرانس کې نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې له فساد سره به مبارزه کوي

د روان کال جولای په میاشت کې د ناټو غړو هیوادونو په وارسا کې غونډه وکړه او د أفغانستان د وضیعت په هکله یې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریْس عبدالله عبدالله هم ګډون وکړ.

د غونډې وروسته ناټو د افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او په مشترکې بیانیې کې یې وویل چې په داسې حال کې چې افغانستان خپل د اوږدمهال امینت او ثبات پر لوري مخ پر وړاندې ځي، ناټو به یې ترڅنګ ولاړه وي او افغانستان به یواځي نه وي.

ولسمشر غني د ناټو غړو هیوادونو ته وویل چې افغانستان به مخ پر وړاندې ځي خو مرستې ته اړتیا لري. ښاغلي غني وویل چې د نړۍ په ملاتړ به "مونږ خپلې هلې ځلې دوه چنده کړو چې یو موثره حکومت رامنځ ته کړو چې پر اساسي قانون اتکا ولري او خلګو ته سوله او ثبات راولي او د ترهګرۍ د تهدید څخه یې وژغوري."

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالات به په دې برخه کې کلیدي رول ولري خو په داسې حال کې چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو د بهیر پرمهال چې د سې شنبې ورځ یې وروستۍ ورځ ده د افغانستان په هکله ډیر لږ بحثونه سوي دي، لا معلومه نه ده چې افغانستان به د میرمن کلینټن یا ښاغلي ټرمپ د حکومت پر مهال د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې څه موقف ولري او څومره پاملرنه به ورته وسي او دا چې ایا امریکا به په اوږدمهال کې د افغانستان سره مل وي او که نه؟

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG