د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکا سفارت ٦ کارکوونکي د مخدره موادو د لرلو په خاطر گوښه کړل


په کابل د امریکا سفارت ودانۍ
په کابل د امریکا سفارت ودانۍ

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت خپل شپږ تنه کارکوونکي د مخدره موادو د لرلو په خاطر له کاره گوښه کړي دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت یو ویاند کوپر نتان، د امریکا غږ ته ددې سفارت د شپږ تنو کارکوونکو له کاره ایستل تائید کړل.

ښاغلي نتان وویل " مونږ ټول هغه بد چلندونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو او د قراردادیانو له لورې کیږي، هغه په جدي توگه تعقیبوو. دغه پیښه تر څیړنې لاندې ده او که ثابته شي په وړاندې به یې اقدام وشي."

ښاغلي نتان همداشان وویل چې ددغو گوښه کړای شویو کارکوونکو سره ممنوع شوي مواد موندل شوي چې یا یې هغه استعمال کړي او یا هم یې دغه موا د له ځانه سره درلودل.

د همدې دلیل له مخې، ښاغلي نتان وویل چې شپږ کارکوونکي د خپلو دندو نه گوښه کړای شول او نور په سفارت کې کار نه کوي.

ښاغلي نتان وویل "هغه مواد چې هغوی سره موندل شوي، غیر قانوني مخدر مواد نه، بلکه مخدر قانوني مواد وو چې په نامناسبه توگه ترې استفاده کیدله."

خو په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت ویاند د مخدره موادو د نوعیت او د بیکاره کړای شویو کارکوونکو د هویت په هکله څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG