د لاس رسي وړ اتصالات

په جوزجان کې له سلفر نه د گاز د تولید فابریکې کار پیل کړ


د جوزجان په ولایت کې له سلفر څخه د گاز د تولید لومړنۍ فابریکې د څلور میلیونو او ۵۰۰ زرو ډالرو په پانگه تولید پیل کړ.

د افغانستان د کانو او پترولیم وزیر وویل چې دا فابریکه د جوزجان په یتیم تاق کې د افغان انجینرانو له لورې مونتاژ شوې ده او تجهیزات یې د امریکا د متحده ایالاتو له لورې برابر شوي دي.

د کانو وزیر داوود شاه صبا وویل چې دا فابریکه په ٢۴ ساعتونو کې کولای شي ۹۵۰ زره متر مکعب گاز له سلفر څخه جلا کړي چې د هغه په وینا دا گاز به د جوزجان د افغان گاز په فابریکې او د مزار شریف د کود او برق په فابریکې کې مصرف شي.

ددې فابریکې آزمایشي فعالیت دوه میاشتې دمخه پیل شوی و چې د افغان مقاماتو په وینا په دې موده کې توانیدلې چې د مزار شریف د کود او برق په فابریکه کې د تولید کچه په ٢۴ ساعتونو کې له ١٠٠ زرو ټنو څخه ١٢٥ زرو ټنو ته لوړه کړي.

د مزار شریف د کود او برق د تولید د فابریکې رئیس عبدالرحمان افغان د امریکا غږ ته وویل چې د گاز نه گټه اخیستلو ددې فابریکې عواید په سلو کې ۳۰ زیات کړي دي.

برسیره پر دې ښاغلي صبا وویل چې د ٩٠ کیلو میترو په اوږدوالي مزار شریف ته د گازو د نل لیکې د پروژې، د شیشې د جوړولو د فابریکې او د ١٨ کیلو میتره سړک د پخولو کار به ژر تر ژره پیل شي. هغه زیاته کړه چې ددغو دریو پروژو پلي کول به د افغان انجینرانو کاري وړتیا د تاپی پروژې سره د همکارۍ لپاره لوړه کړي.

د افغانستان د کانو او پترولیم وزیر وویل چې گاز د چاڼولو د ظرفیت د لوړیدو په صورت کې به په جوزجان کې څه دپاسه ۳۰۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو د رڼا کولو او گرمولو لپاره له طبیعي گاز څخه گټه واخلي.

جوزجان په افغانستان کې د سمنتو د تولید یو ستر مرکز دی چې د کانو او پترولیم د وزارت د مقاماتو په وینا د هغې د استخراج لپاره به هم پروگرامونه جوړ شي.

داوود شاه صبا زیاته کړه چې د کانو او پترولیم وزارت په جوزجان کې د گاز د دریو څاگانو څخه د گټې اخیستنې لپاره په کار بوخت دی چې د هغه په وینا کولای شي جوزجان د افغانستان د "گازو په جادې" بدل کړي.

خو په جوزجان کې د سلفر د تصفیې د فابریکې یو شمیر کارگران د امنیت له نشتوالي څخه اندیښمن دي او له مقاماتو غواړي چې امنیت ته پاملرنه وکړي.

د دې فابریکې یو مامور انجنیر فیروز د امنیتي وضعیت څخه په اندیښنې وویل چې د کانو او پترولیم وزارت ژمنه کړې وه چې ددې پروژې د امنیت لپاره به امنیتي پوستې جوړې کړي چې د هغه په وینا تر اوسه نه دي جوړې شوي.

XS
SM
MD
LG