د لاس رسي وړ اتصالات

آیا امریکا به په افغانستان کي د ۲۰۱۶ کال وروسته پاته شي؟


په داسې حال کې چې افغانستان هڅه کوي چې د څو میاشتو سیاسي بحران څخه ځان راوباسي، دلته په واشنګټن کې د بهرني سیاست کارپوهان د سیاسي بحران اخوا، د ۲۰۱۶ کال مهلت ته ځیر دي چې ددغه کال په پای کې به ټول امریکايي عسکر د افغانستان څخه وتلي وي او یواځي محدود عسکر به د امریکا د ډيپلوماتیکي ماموریت د امنیت د تامین دپاره په افغانستان کې پاته وي.

کابل او واشنګټن تراوسه پورې په دې کې پاته راغلي دي چې امنیتي موافقتنامه لاس لیک کړي چې له مخې یې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم پاته شي ترڅو افغان ځواکونو ورزوي.

ولسمشر اوباما د روان کال د مې په میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان د ماموریت په هکله په یوې ځانګړې وینا کې د ۲۰۱۶ کال نېټه تعیین کړه او اعلان یې وکړ چې امریکايي ځواکونو به د ۲۰۱۶ کال ترپایه پورې د ښوونې او روزنې ماموریت ته ادامه ورکړي.

ولسمشر اوباما وویل "د ۲۰۱۶ کال په پای کې به زمونږ پوځي قواووې یواځي زمونږ په سفارت پوري محدودې وي او هلته به دیره وي لکه څنګه چې په عراق کې دي."

خو ولسمشر اوباما دا هم په واضیح توګه وویل چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د امریکا حضور په امنیتي موافقتنامې پورې اړه ولري.

د یادونې وړ ده چې دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ویلي دي چې دغه موافقتنامه به لاس لیک کړي خو تراوسه پورې لا په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاګانې روانې دي او سیاسي کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی.

په واشنګټن کي د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز د ستراتیژۍ د برخې مشر ډاکټر انتني کورډسمن وايي چې ولسمشر اوباما باید د افغانستان حقایقو ته پام کړی وای نه مشخصو مهلتونو او نېټو ته.

هغه وايي "د لویو درستیزو د کمېټې مشر توصیه وکړه چې مونږ په افغانستان کې ۱۶ زره ځواکونو پرېږدو چې د سلاکارانو او ترهګرۍ ضد ځواک په توګه به کار کوي. نوموړي دغه شمیر قوه تر هغه وخت پوري غوښتله چې په افغانستان کې یې ضرورت وي نه دا چې تر یوه مشخص وخت پورې هلته پاته شي."

خو کورډسمن وايي چې ولسمشر اوباما پریکړه وکړه چې د غوښتل شوي شمیر یواځي ۹۵۰۰ به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې پاته کېږي او په ۲۰۱۶ کي به د ۹۵۰۰ تقریباْ نمیايي پاته کېږي چې کورډسمن وايي د هغه په آند دغه شمیر قوه کافي نه ده.

آیا ټوله خبره په امنیتي تړون پوري اړه لري؟

پروفیسور پال رسوو چې د پخواني ولسمشر رونالد ریګن سلاکار و او اوس د امریکا د جورجټون په پوهنتون کې د امریکا د جمهوري ریاست په نامه د یو مضمون درس ورکوي وایي چې د ولسمشر اوباما د پریکړې سره موافق دی خو وايي چې ټوله خبره بیا هم په امنیتي موافقتنامې پورې تړلې ده.

هغه وویل "په حقیقت کي ټول په دې پوري تړلې ده چي په افغانستان کې به څه وشي. خو زه په دې باور یم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به امنیتي موافقنامه لاس لیک شي او د ۱۰ نه نېولې تر ۱۲ زرو پوري امریکايي ځواکونو به په افغانستان کې د لسو کلونو دپاره پاته شي."

پروفیسور رسوو د امنیتي موافقتنامې په هکله خوشبینه ښکاري.

په عین حال کې په افغانستان کې د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز رئیس غفور لیوال هم وايي چې امریکا به افغانستان داسې ژر پرې نږدي.

لیوال وویل "زه داسي فکر کوم چې دغه ټوله سیمه مطرح ده ددغه قضیه دپاره ځکه په افغانستان کې د امنیت ثقل په ډیر جدي او نږدی بڼه د ټولې سیمې د امنیت سره مستقیمه اړیکه لري. د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو او ددې نه پرته د ناټو بې مسولیت وتل که ددې لامل شي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شي نو دغه جګړه به په افغانستان کې نه بلکې سیمه ایزو هېوادونو ته وغځېږي."

لیوال په دې باور دی چې په افغانستان کې نارامي به د سیمې او نړۍ پرامنیت باندي تاثیر واچوي.

په عراق کي د داعش ډلې رشد او پر افغانستان یې تاثیر

د یادونې وړ ده چې کله بغداد او واشنګټن په دې کې ناکامه شول چې امنیتي موافقتنامه لاس لیک کړي نو امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د عراق څخه خپل ټول عسکر وایستل. اوس په هغه هیواد کې د عراق د اسلامي حکومت ډلې یا داعش د مرکزي حکومت پرضد جګړه پیل کړې او د عراق د شمال زیاتې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندي راوستي دي. دغه راز د سوریې په ختیځ کې یې هم ځیني سیمې نیولي دي.

د نړیوالو چارو ځیني ماهرین له دې نه ویره لري چې افغانستان هم د عراق په شان وضیعت تجربه نکړي.

په واشنګټن کې د هیریتیج فونډیش د څیړنیز مرکز څخه د جنوب ختیځې آسیا د چارو کارپوه لیزا کورتیس وايي چې طالبان او د داعش ډله مشابعتونه لري.

هغه وايي "د داعیش ډله د القاعدې یوه برخه ده او القاعده اوس هم د پاکستان په قبایلي سیمه کې موجوده ده چې د افغانستان د طالبانو سره مرسته کوي نو داسي ویل کېدای شي چې القاعده او د طالبانو اتحاد اوس هم تر یو حده موجود دی."

میرمن کورټیس زیاتوي چې ولسمشر اوباما غواړي چې د امریکا په تاریخ کې د یوه داسې ولسمشر په توګه یاد شي چې د امریکا جګړې یې ختمي کړې خو کورټیس خبرداری ورکوي چې که چیري په دواړو سیمو کي سمي پالیسۍ تعقیب نشي نو ددې امکان شته چې قصه سرچپه شي او په تاریخ کې د یو داسې مشر په توګه یاد شي چې اجازه یې ورکړه چې دوې افراطي ډلې د نړۍ په یوې مهمې سیمې کې رشد وکړي او بریالۍ شي.

خو ښاغلی غفور لیوال بیا د میرمن کورټیس په ډول نظر نلري هغه وايي چې عراق او افغانستان دوه بیل بیل هېوادونو دي او شرایط یې فرق کوي.

ښاغلی لیوال وايی "زه فکر کوم چې عراق او افغانستان په څو مواردو کي زیات توپیر سره لري. د افغانستان خلګو په دې هکله هغه ډول پریکړه نه ده کړې لکه عراقیانو چې وکړه. د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون مسله د یو شمیر شرطونو تابع ده چې د امریکا او افغانستان ترمنځ باید پرې خبرې وشي او دا چې په نوي حکومت کې به ډیر ژر دغه معاهده امضا شي. بله خبره دا چې په افغانسان کې د امریکایانو حضور د ستراتيژیک لحاظه د عراق په مقایسه په مراتبو مهمه ده."

د جورج ټاون د پوهنتون پروفیسور پال رسوو د لیوال د نظر سره موافق دی چې عراق او افغانستان فرق لري. هغه وايي " زه فکر کوم چې افغانستان او عراق ډیر توپیر سره لري او هغه کسان چې دغه دواړه هېوادونه سره مقایسه کوي ډیر څه د پامه غورځوي."

د افغانستان دپاره به د امریکا مالي تعهد تر څه وخته وي؟

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کي ترټولو اوږده جګړه ده او د امریکا عوام هم اوس د دې جګړې څخه خسته شوي دي. په داسې یو حالت کې به آیا د امریکا کانګرس دې ته زړه ښه کړي چې د افغانستان څخه د ۲۰۱۶ کال وروسته هم مالي ملاتړ وکړي په داسې حال کې چې امریکا خپله د یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ ده؟

د هیریتیج فونډیشن څخه د جنوب ختیځې آسیا د چارو کارپوه لیزا کورټیس وايي چې افغانستان د امریکا د ملي امنیت د لحاظه په دې ارزي چې امریکا په کې پاته شي.

هغه وايي " زه پوهېږم چې امریکا مالي ستونزې لري خو مونږ د کانګرس د څو مشرانو د خولې اوریدلي دي چې وايي ولسمشر اوباما دي د افغانستان څخه د راوتلو پر تګلارې د سره کتنه وکړي او د امریکا د اوسیدو لاري دي نه محدودوي."

میرمن کورټیس وايي چې که امریکا اوس هم په جنوبي کوریا کي چې ۳۰۰۰۰ امریکایي ځواکونو ساتلی شي نو افغانستان خو بیخي د حد اقل ۱۰ زرو امریکايي ځواکونو مستحق دی چې هلته د مرسته دپاره پاته شي.

خو په واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څخه انتوني کورډسمن بیا وايي چې د قواوو پاته کېدل یواځي د قضیې یوه برخه ده بله مهمه مسله چې همدومره اهمیت لري هغه د ملکي حکومتدارۍ مسله ده چې افغان حکومت اونړیواله ټولنه باید جدي پاملرنه ورته وکړي او د توکیو د کنفرانس ژمنې دي په جدي ډول تعقیب شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG