د لاس رسي وړ اتصالات

متقاعد امریکايي پوځي: د افغانستان په اړه تګلاره ناکامه ده


ډیوېس د امریکا یوه ناکامي پر هر چا ددغه هیواد اعتماد په ګوته کوي.
ډیوېس د امریکا یوه ناکامي پر هر چا ددغه هیواد اعتماد په ګوته کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو یو متقاعد ډګرمن په یوه مقاله کې چې "ټایم مجلې" خپره کړې ده، په افغانستان کې د امریکا سیاسي او پوځي تګلاره ناکامه بللې ده. دانیل ډیویس افغانستان ته تر سفر وروسته په خپله لیکنه کې ویلي چې واشنګټن خپلو موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلی دی.

د دغې مقالې له خپرېدو وروسته، ښاغلي ډیویس امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې له هغو نیمګرتیاوو څخه یادونه وکړله چې دده په باور د امریکايي سیاستوالو له ناسمو کړنو رامنځته شوې دي.

هغه د بن په کنفرانس او وروسته بیا د ملي وحدت حکومت په راتګ کې د امریکا منځګړتوب ناورین یاد کړ او ویې ویل: "تر دوو میاشتو کلکو بمباریو او د طالبانو تر نسکوریدو وروسته، موږ (متحده ایالتونه) له کومې مطالعې او څیړنې پرته یو حکومت رامنځته کړ او هر هغه کس ته مو په کې ځای ورکړ چې له موږ سره ېې په افغانستان کې مرسته کړې وه."

ډیویس د خپل هېواد بله ناکامي ناسم اعتماد بولي چې په وینا یې امریکاییان په افغانستان کې د هر چا د خبرو په منلو سره خلک تعقیبول.

دغه پخواني پوځي وویل: "هر هغه څه چې هغوي ( کومو کسانو چې د افغانستان په جګړه کې له متحدو ایالتونو سره مرسته کړې وه) او یا نور کسانو موږ ته ویل، موږ به پرې باور کاوه او رښتیا به مو ګاڼه. هر هغه کس چې دوی ترهګر باله، مونږ به ورپسې تللو. اکثره دغه کسان داسې ظلمونه کړي چې ویل یې ګران دي او اوس د حکومت په لوړو مقامونو کې ناست دي."

له ډیوېس څخه د هغو کسانو په اړه چې وايي ظلمونه یې ترسره کړي، پوښتنه وشوه. هغه وویل: "د هغوی شمیر زیات دی. فعلاً مې جنرال دوستم ذهن ته راځي، ځکه چې هغه په کورنیو جګړو کې ډیره ونډه درلوده."

جنرال دوستم اوسمهال د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دی. هغه چې د جنش ګوند رهبري هم پر غاړه لري، په افغانستان کې د تېرو درېيو لسیزو په پېښو کې ښکېل شخص پاتې شوی دی.

دوستم د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هغو کسانو چې په تیرو جګړو کې زیان لیدلي، بخښنه وغوښته.

ډانیل ډیوېس د ملي وحدت د حکومت په جوړیدو کې د امریکا منځګړتوب ناوړه اقدام بولي چې په وینا ېې دغه چاره د ټاکنو بهیر زیانمن کړ او د خلکو په منځ کې يې بې باوري راوپاروله.

د ملي وحدت پر حکومت په داسې حال کې نیوکې کیږي چې رهبران یې تل د خپل حکومت په ننګه ددغه حکومت رامنځته کیدل د خلکو غوښتنه او یو پرځای پرېکړه ګڼلې ده.

ډیویس د مرکې په یوه برخه کې د امریکا له حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.

هغه زیاتوي چې هدف باید په افغانستان کې د جګړې ختمول وي چې د ده په وینا، امریکا دې هدف ته په رسېدو کې پاته راغلې ده.

XS
SM
MD
LG