د لاس رسي وړ اتصالات

ای پي: په افغانستان کې د امریکا ماموریت له دوو خنډونو سره مخ دی


داسوشټیډ پریس خبري اژانس نن د مارچ په شاړسمه لیکي چې په افغانستان کې دامریکا ماموریت له دوو خنډونو سره مخ شو. یوخو طالبانو له امریکا سره خپلې خبري بندی کړلې او بل دا چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې پکار ده ناټو له کلیوالو سېمو نه ووزي او د امنیتی مسوولېتونو سپارلو کار افغان قواوو ته په ټول هېواد کې گړندی کړي. د دې کار لامل دا ښودل شوی دی چې د کندهار په پنجوايې کې شپاړس تنه ملکي افغانان ووژل شول.

اسوشتیدپریس لیکي چې دغه اقدامات دامریکا ستراتېژۍ ته چې غواړي دغه لس کلنه جگړه پای ته ورسوي، نوي خنډونه په مخکی اچوی، په داسی حآل کې چی په امریکا کې د جگړی ملاتړ مخ په کمیدو دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له همدی امله د ناتو د قواو نه وغوښتل چي د افغانستان د کلیو نه دي ووځي او بیرته دي خپلو اډو ته ورسي. اسوشتېدپریس لیکی چې که څه هم ښاغلی کرزی مخکی هم ویلی وو چې نړېوالی قواوی دي له کلیوالو سیمو نه ووزي خو دهغه دا اوسنۍ غوښتنه چې بهرنی قواوی دي سمدلاسه له کلیوو ووزی ، نوې خبره ده . ښاغلي کرزي وویل چې په 2013 م کال کې افغان قواوې دې ته چمتو دی چې له نړیوالو قواونه دهېواد امنېتي مسوولېتونه په غاړه واخلي. ددې کار مانا دا ده چې پر امریکا له وخت نه مخکي د خپلو قواو دایستلو لپاره فشار واچول شی.

له بلي خوا طالبانو اعلان وکړ چي تر څو چي امریکا په ځینو مسلو باندي چي د بندیانو مساله هم په کي شامله ده، خپل دریځ روښانه نه کړي نو دوي به د امریکا سره د سولي خبري ونه کړي.

د ر پوټونو په اساس امریکا د طالبانو سره په قطر کي د لومړنیو خبرو د پاره ترتیبات نیول چي د افغانستان د لس کلني جگړې د ختمیدو د پاره په داسي حال کي یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي چي نړۍ والي قواوي به د افغانستان نه په وتلو پیل کوي.

جمهوررئیس کرزي د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټه ته چي افغانستان ته یې سفر کړی وویل چي د افغانستان حکومت غواړي د ٢٠١۴ کال پر ځاي چي په پلان کي دي، په ٢٠١٣ کال کي د افغانستان د امنیتي چارو کنټرول په خپله غاړه واخلي. هغه پرون د پنجشنبې په ورځ په کابل کي ( پنیټه ) ته وویل چي «افغانستان دې ته تیار دی چي دا اوس لا ټول امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي.»

د امریکا ددفاع د وزارت یوه چارواکي د افغانستان د جمهوررئیس دا غوښتنه دومره مهمه ونه بلله. هغه و ویل چي « دا اوس ددې هیڅ ضرورت نه سته چي دا فکر وکړو چي دا تقسیم اوقات دي بدل سي او جمهوررئیس کرزي ددې بدلون په هکله څه نه دي ویلي.»

ښاغلي کرزي دغه راز د امریکا د دفاع وزیر ته وویل چي د دې د پاره چي د امریکایي عسکرو له خوا د ملکي افغانانو د وژلو داسي پیښي بیا تکرار نه سي، د امکان تر حده هر څه باید وکړو. ښاغلي پنیټه وویل چي ده د افغانستان جمهوررئیس ته دا وعده ورکړه چي هغه چا چي دا خلک یې وژلي دي، هغه به محاکمه سي.

XS
SM
MD
LG