د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوا آزاد شوي امریکايي اسیر بووي برګدال په جرمني کي په یوه روغتون کي چيري چي د نوموړي درملنه کېږي، ویلي دي چي هغه د طالبانو له خوا په قفس کي اچول شوی و او شکنجه شوی دی. هغه وايي چي طالبانو ځکه هغه ووهیْ او شکنجه یې کړ چي غوښتل یې د طالبانو د ګیر څخه وتښتېږي.

د روغتون یوه چارواکي دغه خبرې د نوم د نه افشا کېدلو په شرط کړي دي ځکه هغه د دې اجازه نه درلوده چي د برګدال د ګرفتارۍ د شرایطو په هکله خبري وکړي.

دغه چارواکي وویل چي دا مشکله خبره ده چي د هغه له خوا بیان شوې قصه تایید شي.

برګدال چي اوس ۲۸ کال عمر لري په ۲۰۰۹ کال کي د خپلې نظامي قطعې څخه یو دم ورک شو. هغه د طالبانو سره پنځه کاله بند تیر کړ.


په عین حال کي د نیویراک ټایمز ورځپاڼې نن د یکشنبې په ورځ لیکلي دي چي پوځي ډاکټرانو د جرمني د لنډسټول په روغتیايي مرکز کي ورته ویلي دي چي برګدال په فزیکي لحاظ د دې وړتیا لري چي سفر وکړي خو په روحي لحاظ لا آماده نه دی چي د خپلې کورنۍ سره یوځای شي. بووي برګدال لا تراوسه پوري د خپلې کورنۍ د غړو سره خبرې نه دي کړي.

تراوسه پوري معلومه نه ده چي هغه به څه وخت امریکا ته راسي او د خپلې کورنۍ سره به یوځای شي.

معمولا د برګدال په وضیعت کي کسان د پنځو ورځو نه نیولې تر درو اونیوو پوري په روغتون کي وخت تیروي او بیا د خپلې کورنۍ سره یوځای کېږي.
XS
SM
MD
LG